Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د الفتح قول اردو شمال کې د امنیت د تامین له چمتووالي خبر ورکړ

د ۲۰۹ الفتح قول اردو قومندان مولوي عطا الله عمري وايي هغه کسان چې غواړي د اسلامي امارت پر وړاندې ودرېږي له ماتې سره به مخ شي. 

مولوي عطاالله عمري له دې پرته چې د چا نوم واخلي وایي، هغه کسان چې د نا امنیو او ستونزو پیدا کولو په لټه کې دي له اسلامي امارت سره د مقابلي توان نه لري.

د هېواد شمال کې د پوځ دغه چارواکی وایي چې، د ۲۰۹ الفتح قول اردو ټولې برخې فعالې شوې دي او په دغو برخو کې د اسلامي امارت تخنیکي کسان هم په دندو ګومارل شوي دي.

ښاغلي عمري زیاته کړه:«هغو کسانو ته سپارښتنه لرم چې د جنګ او ناامنۍ غوښتونکي دي او غواړي اوسنی ښه امنیت خراب کړي، هغوی هغه نظام غواړي چې له لوېدیځه زېږېدلی دی.»

دغه لوړپوړۍ پوځي چارواکی زیاتوي چې په درې وروستیو میاشتو کې په ۲۰۹ الفتح قول اردو کې ۳۰ یا ۳۲ زره کسیز ځواک تشکیل شوی دی چې ټول افسران یې  مسلکي کسان دي.

مولوي عطا الله عمري په دې هکله وویل:«د دوه یا دو نیمو میاشتو په لړ کې یوه ۳۰ یا ۳۲ زره کسیزه قول اردو پوره کېږي. او د قول اردو ټولې څانګې فعالې شوې دي، دا د دې ښودنه کوي چې ټول مسلکي کسان په واک کې لرو او نور ته اړتیا نه لرو.»

ورته مهال د بلخ والي هم د امنیت د ټینګښت او ښې حکومتوالۍ خبر ورکوي.

د بلخ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه څرګنده کړه:«په ډېریو ولسوالیو کې لکه بلخ، چهاربولک، دهدادي او دولت اباد ولسوالیو ته ما سفرونه کړي دي، له ځايي چارواکو سره مې غونډې لرلې دي او کارونه یې څېړم او بیان کړي مې ده چې د خلکو د ستونزو په حل کې هڅه وکړئ.»

د فاریاب، سرپل، جوزجان، بلخ او سمنګان ولایتونو د امنیت ټینګښت د الفتح قول اردو پر غاړه دی چې په بلخ کې ولایت کې موقعیت لري، د الفتح قول اردو قومندان وايي چې د ملي پوځ د بسیج او روزنې پروګرامونه همدارنګه دوام لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه