د هېواد له شمال څخه ځینې سیاسي څېرې، په ځينو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د بهرنیو ترهګرو جنګیالیو د حضور د زیاتوالي په هکله خبرداری ورکوي.
د هغوی په وینا دغه جنګیالي له ګاونډیو هېوادونو جوپې جوپې افغانستان ته راځي او د بدخشان، تخار، کندوز، جوزجان او فاریاب ولایت په ځینو برخو کې ځای پر ځای کېږي.
د جمعیت اسلامي اجراییه رییس عطامحمد نور وویل:«نن له بدخشانه نیولې د تخار تر ځینو برخو او د جوزجان له درزاب او قوش تیپې نه نیولې، د فاریاب تر المار او قیصار او همدارنه د سرپل ګوهستانات ولسوالۍ او د ترکستان تیربند چې همداسې ځي تر بادغیسه، توند لارو او افراطي بهرنیو ځای نیولی او سخت فعالیت کوي.»
د ولسي جرګې د ځينو پخوانيو او اوسنيو غړو په وینا د دغو ولایتونو په ځینو برخو کې بهرنیو ترهګرو خپلې کورنۍ هم له ځانه سره راوستي دي او ټول په وسلو سمبال دي.
په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو پخوانۍ استازې فوزیه کوفي وویل:«ځينې له دغو کړیو سره یوځای شوي او د بدخشان د راغستان په سیمه کې تګ راتګ کوي او د جګړې په حال کې دي.»
د ولسي جرګې غړی فدامحمد الفت د ولسي جرګې غړی څرګندوي:«هېڅکله موږ او زموږ خلک چې د شمال په لور ژوند کوي، د شمالي ولایتونو له ناامنه کېدو سخت اندېښمن دي او دا د سولې خبرو اترو ته د زیان رسېدو لامل کېږي.»
بل خوا ځينې شمالي ولایتونو ته د هغو جنګیالیو د چوپه چوپه تللو رپوټونه هم خپاره شوي دي چې په هېواد کې فعالیت لري.
په دې وروستیو کې د بغلان پولیسو درې تنه په داسې حال کې نېولي دي چې غوښتل یې له پروانه دغه ولایت ته ولاړ شي. دوی په یوې وېډیو کې چې ظاهراً یې د اعترافاتو پر مهال اخیستل شې ده؛ وايي چې له افغانستانه بهر یې پوځي زده کړې کړې دي.
یو له نیول شویو کسانو نورآغا وايي:«کابو یوه میاشت او درې یا څلور شپې هلته وو. موږ درې تنه وو. موږ ته یې هلته د وسلو د کارونې زده کړې او د منډې تمرینات راکړل.»
په دغه راز وضعیت کې د کورنیو چارو وزارت په هېواد کې له شلو ترهګرو ډلو سره د امنیتي ځواکونو د مقابلې خبره کوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په دې اړه وايي:«دا ډلې له یو بل سره ډېرې نږدې اړیکې هم لري، د تاوتریخوالي د شدت لپاره، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي چې البته د دوی تر ټولو لوی چتر طالبان جوړوي.»
له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرې کېدل افغانستان ته د سولې د راوستو د هوکړه لیک له مهمو برخو دي.
بلخوا هغه څه چې د واشنګټن او طالبانو تر منځ له هوکړه لیک وروسته د تاوتریخوالي نه کمېدل بلل کېږي؛ په ځلونو طالبان د کابل او د هغه د متحدانو له نیوکو سره مخ کړي دي. که څه هم طالبانو تل افغانستان ته د سولې د راوستو هوکړه لیک ته پر خپلې ژمنتیا ټینګار کړی دی.