Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دولتي پوهنتونونو له بیا پرانیستو د زده کړیالانو هرکلی

د دولتي پوهنتونونو بیا پرانیستل د زده کړیالانوله هرکلي سره مخ شویدی. ځينې دغه زده کړیالان وايي چې پوهنتونونو کې د زده کړو د بیا پیل لپاره شېبې شمېري او په دې هکله پرېکړه باید ونه ځنډېږي.

لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی، چې په ګرمو ولایتونو کې به دولتي پوهنتونونه د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ او په سړو ولایتونو کې به د نوي کال په وري میاشت کې پرانیستل شي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني وايي:«په سړو ولایتونو کې درسونه د رجب میاشتې په ۲۵مه چې د کب میاشتې له اوومې سره سمون لري، پيلېږي.»

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وايي، هغه کسان چې د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو ته د لارموندنې په ازموینه کې بریالي شوي، هم به د زده کړو د وام په موخه په پوهنتون کې شامل کړي.

ښاغلي حقاني وویل:«هغه کسان چې د ۱۴۰۰ کال په کانکور کې بریالي شوي دي، د همدغه سمستر لپاره یې نوم لیکنه کېږي.»

زده کړیالان د پوهنتونونو د بیا پرانیستلو هرکلی کوي او تمه لري چې دا پرېکړه بیا ونه ځنډول شي.

زده کړیال محمد صالح وايي:«خوشحاله یوو چې دا ډول اقدام شوی دی، ټولو زده کړیالانو بیا هیله من شول.»

خو ټینګار کېږي چي د لوړو زده کړو وزارت له لوري د هغه کدرونو تشه ډکه کړای شي چې د نظام تر بدلون وروسته يې هېواد پرېښی دی.

د پوهنتون استاده برګي خليلي څرګندوني:«د لوړو زده کړو وزارت په ښوونیز سیسټم کې باید بدلون رامنځته نه شي، نه وایوو چې مثبت بدلون دې نه راځي، هغه سیسټم چې په تېر کې و هغه ته دې دوام ورکړل شي.

د تېر حکومت له پرځېدو وروسته دولتي پوهنتونونه د زده کړیالانو پر مخ وتړل شول. اسلامي امارت له دې وړاندې اعلان کړی و چې د نارینه او ښځینه زده کړیالانو د جلا جلا زده کړو پلان تر لاس لاندي لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه