Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مسکو:داسلامي امارت او مقاومت جبهې ترمنځ د خبرو کوربتوب ته چمتو یو

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی داسې مهال د مقاومت جبهې له استازو سره د سرپرست حکومت د استازو د غونډې د کوربتوب لپاره د خپل هېواد د چمتووالي خبره کوي.

ضمیر کابلوف د روسیې له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي دي روسیه به په هغه صورت کې چې دواړه لوري لېوالتیا وښيي د دغې غونډې کوربتوب وکړي.

نوموړی زیاتوي:«مسکو ته د افغانستان د نویو چارواکو او د هغوی د مخالفو ځواکونو د سفر په تړاو موږ په ځلونو د هغوی د لېوالیتا په صورت کې د کوربتوب لپاره خپل چمتووالی ښودلی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې یوې نارسمي خو احمد مسعود ته نږدې سرچینې طلوع نیوزته ویلي دي چې په دې وروستیو کې په مسکو کې دا وړ یوه غونډه شوې ده.

د دغې سرچینې د ادعا له مخې، د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر د روسیې په مځګړیتوب په مسکو کې له احمد مسعود سره کتلي دي.

 خو تر اوسه نه د دغې غونډې که چېرې شوې وي، جزیات په لاس کې شته او نه هم کوم لوري دغه غونډه په رسمي توګه رد یا تایید کړې ده.
            
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«تراوسه کوم هېواد ته د جناب ملا برادر د سفر په هکله په رسمي توګه څه ترلاسه شوي نه دي.»

د دواړو لورو ترمنځ دغه ډول غونډه په لومړي ځل څه موده وړاندې د تهران په منځګړیتوب وشوه چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په کې له احمد مسعود او امیراسماعیل خان سره خبرې کړې وې. هغه مهال هم د داوړ غونډو پر دوام ټینګار شوی و.
         
د سیاسي چارو شنونکی یحیا چاووش وايي:«له احمد مسعود سره د ملا برادر لیدنه چې په هر ځای کې چې شوې او یا کېږي، د خیر کار دی. په دې کې باید د هېواد ګټې په پام کې ونیول شي او د مخنیوي لپاره به یو ګام وي.»

د اوسلو د غونډې له جوړېدو سره جوخت، د مخامخ خبرو لپاره مسکو ته د ملاعبدالغني برادر او احمد مسعود د سفر په تړاو هم رپوټونه ورکړل شول، خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال دغه کتنه رد کړه.

د اوسلو د غونډې له جوړېدو سره جوخت، د مخامخ خبرو لپاره مسکو ته د ملاعبدالغني برادر او احمد مسعود د سفر په تړاو هم رپوټونه ورکړل شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه