Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نادرکه شویو مېرمنو د برخلیک په هکله د م.م سازمان استازې خوشبیني

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې د نادرکه شویو مېرمنو د برخلیک د روښانه کېدو په هکله خوشبینه ده.

بل خوا یوناما وایي چې د رییس الوزرا مرستیال مولوي محمد کبیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره په کتنه کې ژمنه کړې ده چې دوی د نادرکه شویو مېرمنو د برخلیک په تړاو د ځواب په لټه کې دي.

ډېبرا لاینز د دغې ژمنې په هرکلي سره وایي، چې ملګري ملتونه په دې تړاو تازه اطلاعاتو ته په تمه دي، ځکه چې د دې په وینا، د افغانانو د حقونو له خوندیتوب پرته افغانستان خپل نړۍوال ملاتړ له لاسه ورکوي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې هکله وايي:«د دغو مېرمنو د پیدا کولو لپاره اوس هم زموږ پلټنې روانې دي او تراوسه دقیق شوي نه یوو هر کله چې دغه څېړنې پای ته ورسېږي جزیات یې شریکوو.»

ورته مهال جرمني، بریتانیا، اروپایي ټولنې او یوناما په کابل کې د معترضو مېرمنو د ناڅرګند برخلیک په تړاو یو ځل بیا اندېښنه څرګنده کړه.

په دې لړ کې اروپايي ټولنه او د جرمني سفارت وایي، د معترضو مېرمنو نادرکه کېدل د ټولګډونه حکومت په تړاو د اسلامي امارت له ژمنې سره په ټکر کې دي.
 
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نیکلاسون څرګنده کړه:«طالبانو ادعا کړې ده چې په خلکو پورې اړوند ټولګډونه حکومت یې جوړ کړی دی. په خپل سر د خلکو نیولو او د مېرمنو نادرکه کېدو دغه ډول ادعاوې کمزورې کړې او دغه ډول کړنې د بشري حقونو د ملاتړ په برخه کې د هغوی له ژمنو سره په ټکر کې دي.»

بل خوا یو شمېر مېرمنې ادعا کوي،چې امنیتي ادارو د یو شمېر معترضو مېرمنو له خوشي کولو وروسته له هغوی نه ژمنه اخیستې چې نور به په لاریونونو کې ګډون نه کوي، په داسې حال کې چې حکومت تر اوسه د دغې ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.
  
د بشري حقونو فعاله نفیسه بهار وايي:«هغه نجونې چې له نیول کېدو وروسته ازادې شوې دي طالبانو له هغوی ژمنه اخیستې ده چې نور په لاریونونو کې ګډون ونه کړي دا د اندېښنې ځای دی اعتراض زموږ ټولو مسلم حق دی او موږ باید څوک له دغه کاره منع نه کړي.»

معترضه مژګان هم زیاتوي:«د دغو ننګونو د حل لپاره باید امارت مېرمنې راوغواړي او په یوې غونډه کې زموږ خبرې واوري او وروسته پرېکړه وکړي.»

تمنازریاب پروانۍ، پروانه ابراهیم خیل، مرسل عیار او زهرا محمدي، هغه څلور نجونې دي چې په کابل کې د ښځو د حقونو د خوندېتوب لپاره په یو لړ اعتراضونو کې له ګډون وروسته په جلا جلا ډول لادرکه شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه