د کابل ښار د اوومې حوزې په اړوند سیمه کې یوه مور له خپلو دوو لوڼو سره وژل شوې ده. د دغې حوزې چارواکي وايي چې دغه کورنۍ چې بل سرپرست یې نه درلود، د موټر چلوونکي له لوري یې د ګاڼو او شتمنیو د غلا په نیت په قتل رسېدلي دي.
د اوومې امنیتي حوزې چارواکي وايی چې ژونکی یې نیولی دی.
د عیدیما او د هغه د دوو لوڼو ۱۲ کلنې مصریې او ۱۳ کلنې منورې خاور ته د سپارلو په مراسمو کې د عیديما خپل خپلوان وايي، عیدیما د سې شنبې په مازدیګر د یوه غله له لوري چې، غوښتل یې دا ولوټي وژل شوې ده.
عیدیما چې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارکوونکې وه، درې کاله مخکې یې مېړه مړ شوی دی. هغه د خپلې کورنۍ سرپرسته وه.
د هغې ورور چې، د خپل خور په ویر کې کړېږي له حکومته غواړي چې، مجرم اشد مجازات کړي.
د عیديما ورور فهیم وايي:«په دې مظلومي یې چې زما غور ووژله، اصلاً یې نه بښم. زه قصاص غواړم. که چېرې حکومت حق دی، زموږ حق دې راکړي.»
د عیدیما له خپلوانو ګل محمد محمدي هم څرګندوي:«کله چې کور ته راځي، لومړی یې مور زندۍ کوي. اوس نه پرېږي چې تصویر ترې واخیستل شي د نوکانو ښاپ یې په ستونه کې معلومېږي.»
له دې سره سم، د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې مسوولین وايي، مجرم یې نیولی او په خپل جرم یې هم اعتراف کړی او دمګړۍ له دوی سره بندي دی.
د اوومې حوزې جنايي امر مفتي فضل هادي وویل:«کله چې موږ څېړنه وکړه. د رامین په نوم مو یو کس د تورن په توګه ونیو.»
پر وژلو تورن رامین وايي:«د عیديما کور ته ولاړم. چلوونکی یې وم. یو څو وخته مې د هغې موټر چلوه. هلته یې پر ما د سورو زرو د غلا ادعا وکړه. زموږ شخړه وشوه، دا مې ووژله او دوه لوڼې مې هم زندۍ کړې.»
سره له دې چې، کابو هره ورځ د کابل په شپږ مېلیوني ښار کې ځینې مجرمین نیول کېږي او مجازات کېږي هم؛ خو لا هم په دې ښار کې د وژنو، او تښتوونو په ګډون بېلابېل جنايي جرمونه ترسره کېږي.
په دې اړه مو اندونه