Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل امنیه قومندانۍ: تېر کال کابو ۴۰۰۰تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي

د کابل امنیه قومنداني د تېر کال د راسته راوړونو په تړاو جوړه شوې غونډه کې وایي چې په تېر یو کال کې یې د بېلابېلو جرمونو په تور نږدې ۴۰۰۰ کسان نیولي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ په وینا، ډېری دغه کسان د ترهګریزو بریدونو، جنايي جرمونو، نشه‌يي توکو د قاچاق، انسان تښتونې او غلا په تور نیول شوي دي.

امنیه قومانداني زیاتوي چې په کابل کې د جنایي جرمونو کچه کمه شوې ده.

د دغې قومندانۍ چارواکي وايي، په تېر یوه کال کې یې د کابل له ۱۴ ولسوالیو ۳۹۲۷ کسان د بېلابېلو جرمونو له هغې منځه: ۲۳۶ کسان د قتل، ۶۶ کسان د ترهګریز بریدونو،

۹۰۱ کسان د غلاوو، ۱۸۳۶ کسان د غصب، باج اخیستنې، بډې، او کورنیو نانندریو او ۸۸۸ کسان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په تورونو نیول شوي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي:«موږ په تېر یوه کال کې د کابل په سطحه د قتل ۱۵۶ قضیې لرلې چې په تړاو یې ۲۳۶ تنه نیول شوي دي. دغه‌راز د کورونو، اجناسو، موبایلونو او نورو غلاوو ۵۵۳ پېښې لرلې او په تړاو یې ۹۰۱ تنه نیول شوي دي.»

د کابل د امنیه قومندانۍ د ویاند په وینا، له نیول شویو کسانو ځينې سپکې او درنې وسلې او همداراز لسګونه ټنه نشه‌يي توکي او الکولي څښاک هم ترلاسه شوي دي.

له دې سره سم، د کابل د امنیه قومندانۍ چارواکي زیاتوي، د تېرو کلونو پرتله اوس په کابل کې د جنايي جرمونو ګراف راټیټ شوی او په وینا یې هڅې روانې دي چې، دغه کچه هم صفر ته ورسېږي.

د کابل جنایي امرعبدالصمد څرګندوي:«د هغه وخت سوابق او اسناد موږ سره شته، داسې ورځې ډېرې راتللې چې په یوه حوزه کې ۱۵ موټر ورک شوي دي. او موږ اوس په کابل کې ډېرې داسې ورځې لرو چې په ټول ښار کې هم یو موټر نه وي ورک شوی.»

د اسلامي امارت د ځانګړي ځواکونو سرتېری عبدالباري هم زیاتوي:«موږ الحمدالله ډېرې روزنې او تعلیمونه کړي دي په نظامي برخه کې چې شکر الحمدالله دې نتیجې ته رسېدلي یوو چې د ولس لپاره هر قسم خدمت وکړو. شپه او ورځ زیار باسوو.»

د کابل امنیه قومندانۍ له کابل مېشتو غواړي چې، له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي. له دې سره سم، د اسلامي امارت ویاند په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې، تېره شپه د کابل د دولسمې امنیتي حوزې په شاوخوا سیمو کې په یو لړ عملیاتو کې درې تنه داعشان وژل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه