Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت پلاوي قطر کې د اروپايي ټولنې له استازو سره ولیدل

د اسلامي امارت پلاوي په قطر کې د خپل سفر په دویمه ورځ د اروپايي ټولنې له استازو سره ولیدل. د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې وايي چې په دغې لیدنه کې د بشري، روغتیا، ښوونې او روزنې په ګډون د بېلابېلو موضوعګانو په هکله خبرې اترې شوې دي.

د بهرنیوچارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي:«په نننۍ غونډه کې ناستو اړخونو په افغانستان کې د بشري او صحي وضعیت، تعلیمي بهیر او اړتیاوو په باب وړاندیزونه او معلومات شریک کړل. د اروپايي ټولنې استازو په افغانستان کې روان تعلیمي بهیر او په کې پرمختګ هیله بښوونکی وباله او د یادې برخې لپاره یې د ۱۱ مېلیونه یورو د ځانګړې کېدو یادونه هم وکړه. دغه راز د اسلامي امارت پلاوي ډاډ ورکړ، چې د ټولنې حقه حقوقو ته ژمن دي.»

ورته مهال پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج په دې هکله داسې وايي:«هڅه کوي چې اروپايي ټولنه او نور هېوادونه افغانستان په رسمیت وپېژني، سیاسي اړیکه ټینګه کړي او لږ تر لږه هغه ډپيلوماټان چې په قطر کې دي دې ته اړ کړي چې افغانستان ته راشي.»

ورته مهال د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نکلاسون په یو لړ ټویټونو کې لیکلي دي چې د اروپايي ټولنې استازو نن په دوحه کې د اسلامي امارت له استازو سره ولیدل او د مهمو مسایلو له هغې ډلې د بشر حقونو، د ښځو او نجونو د زده کړو، د خپل سرو نیولو او له افغانستان سره د مرستو پر دوام خبرې اترې کړې دي.
 
بل خوا د خلېج هېوادونو استازو د اسلامي امارت له استازو سره تر کتنې وروسته په یوه اعلامیه کې د داسې یوې ملي پخلاینې طرحه چې د افغانستان د ټولو خلکو حقونه په کې خوندي وي، یوه اړتیا بولي.
 
د خلېجي هېوادونو د همکارۍ شورا په خبرپاڼه کې راغلي:«هغوی دغه راز د ملي پخلاینې پر اهمیت او داسې سیاسي حل لارو ټينګار وکړ چې د خلکو غوښتنې پوره کړي. هغوی آزادۍ او د کار د حق او زده کړو د حق په ګډون د ښځو بنسټیز حقونه د درناوي وړ وبلل او ټینګار یې پرې وکړ.»

د رپوټونو له مخې، په دوحه کې د خلیج او لوېدیځو هېوادونو له چارواکو سره د سرپرست حکومت د پلاوي خبرې تر ډېره له کابل سره د نړۍ پر تعامل او بشري مرستو راټولې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه