Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

توماس نیکلاسن: د دوحې ناستې تمرکز به د سینیرلي اوغلو پر خپلواکو ارزونو وي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی، توماس نیکلاسن وایي، چې د دوحې ناستې تمرکز به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي، فریدون سینیرلي اوغلو پر خپلواکې ارزونې وي.

توماس نیکلاسن خبریالانو ته ویلي چې د دوحې په ناسته کې به د بشري حقونو او د اسلامي امارت پر کړو ژمنو هم بحث وشي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، توماس نیکلاسن زیاته کړه: « د دوحې غونډه په دوره يي بڼه د روانې میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه ترسره کیږي. د دغې غونډې اجنډا په ملګرو ملتونو کې د غونډې د سمبالوونکو له لوري مشخصه شوې؛ په دغه غونډه کې به د سینیرلي اوغلو پر خپلواکې ارزونې بحث وشي، چې د افغانستان د کړکېچ لپاره یوه حل لار و موندل شي څو له نړۍ سره د افغانستان اړیکې عادي شي او بشر حقونو ته د سرپرست حکومت د درناوي په تړاو د طالبانو پر ژمنو به هم خبرې وشي.»

نیکلاسون دغه راز هیله څرګنده کړې چې تر دې ناستې وروسته به د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو په تړاو هم کار وشي.

هغه د خپلو خبرو په دوام ویلي چې، افغانستان د نړۍ په کچه یواځنی هېواد دی چې نجونې پکې ښوونځيو او پوهنتونونو ته نشي تللی او دغې موضوع ته د نړۍ د هېوادونو ډير پام دی.

نیکلاسون وویل: « افغانستان په نړۍ کې یواځنی هېواد دی، چې نجونې او ښځې یې منځني ښوونځي او پوهنتونونو ته له تګ منعه شوي دي، په نړۍ کې ډېر داسې هېوادونه شته، چې ښځو ته یې ډېر حقونه او فرصتونه برابر کړي دي، د افغانستان مسالې د ډيرو پام ځانته اړولی دی. د نړۍ هیوادونه په دې اړه فکر کوي.»

هغه کابل ته د خپل سفر په اړه وویل: «افغانستان ته زما سفر یو فرصت برابر کړ چې د ملګرو ملتونو له ژمنو استازو، بشردوستانه همکارانو او هغو نادولتي بنسټونو سره چې د افغانانو سره د مرستې په برخه کې تجربه لري، خبرې اترې وکړم. اروپايي ټولنې وړاندوینه کړې چې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په برخه کې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو په موخه څه باندې ۶۰۰ میلیون یورو مرسته کوي.»

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دغه استازی زیاتوي، افغانستان ته د خپل سفر او د هېواد له اوسنیو چارواکو او نورو څېرو سره په خبرو کې یې د دوحې رغنده غونډې ته د خلکو د تمو په تړاو یادښتونه له ځان سره اخیستي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه