Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اروپايي ټولنه: سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو شرایط نه دي بشپړ کړي

اروپايي ټولنې له اسلامي امارت سره د تعامل په هکله ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو شرایط پوره کړي نه دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسون په یوې اعلامیه کې لیکلي چې نړۍ به د افغانستان ننګونو ته د رسېدنې لپاره، له افغانستان سره به ډيپلوماټيک تعامل ته دوام ورکړو.

په دغې اعلامیه کې راغلي دي:«داسې شرایط برابر نه دي چې، نړۍواله ټولنه سرپرست حکومت د یوه قانوني حکومت په توګه په رسمیت وپېژني؛ خو د ګډو ستونزو د حل لپاره باید له اوسنیو چارواکو او نورو افغانانو سره تعامل ته دوام ورکړ شي. د امنیت او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه یوه ټول ګډونه حکومت ته اړتیا لري. له بشري حقونو ملاتړ، له غیرقانوني کډوالۍ او د انسان له قاچاقه مخنیوی، د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق پر وړاندې مبارزه، د افغانستان د اقتصادي ثبات او همداراز د دغه هېواد د نږدې ګاونډیانو د اغېزناک نقش په تړاو هم خبرې وشوې.»

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي په دې اعلامیه کې ویلي چې، له زده‌کړو او کاره د نجونو او ښځو د منعه کېدو دوام به د افغانستان په زیان وي او دغه چاره به د دغه هېواد د شاته پاتې کېدو لامل شي.

هغه همداراز ادعا کړې چې، په اوسني وضعیت کې یو شمېر هلکان هم له زده‌کړو محروم پاتې دي.

اعلامیه کې همدرانګه راغلي:«دغه چاره پر ماشومانو او ځوانو ښځو اغېز لري او افغانستان د بیارغونې او پراختیا لپاره له مستعدو کسانو محروموي. دا په داسې حال کې ده چې، یو زیات شمېر افغان ځوانان هم د فرصتونو د نه‌شتوالي له امله نه‌شي کولی لومړنیو زده‌کړو ته لاسرسی ولري.»

خو اسلامي امارت د تل په څېر وايي، سرپرست حکومت د رسمیت پيژندنې لپاره ټول شرایط پوره کړي دي.

زده کوونکې زحل ملک‌یار وايي:«له نړۍوالې ټولنې او اروپايي ټولنې زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان خلک یوازې پرې‌نه‌ږدي او افغان نجونو او ښځو ته د زده‌کړو او کار زمینه برابره کړي.»

د اروپايي ټولنې په دې اعلامیه کې راغلي، تر اوسه د دغې ټولنې هېڅ غړي هم په افغانستان کې خپل سفارت نه دی پرانیستی؛ خو بیا دغه ټولنه له کابل سره د ډيپلوماټيکو اړیکو غوښتونکې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه