Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

واشنګټن کې د افغانستان سفارت ننګونې؛ د کار دوام ستونزمن شوی

په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت مرستیال عبدالهادي نجرابي وايي که چېرې د دغه سفارت اقتصادي ننګونې حل نه شي، په دغه سفارت کې د افغان ډپيلوماټانو د کار دوام به ناشونی وي.

ښاغلی نجرابي طلوع نیوز ته وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په واشنګټن کې د افغانستان له سفارته غوښتي دي چې د هغه هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته د دغه سفارت شتمنیو د لېږد لپاره یوه نېټه مشخصه کړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو ورځو کې واشنګټن کې د افغانستان د سفارت د اقتصادي ستونزو په هکله رپوټونه خپاره شول او اوس د افغانستان د سفارت مرستیال د دغو ننګونو پخلی کوي.
           
د واشنګټن په سفارت کې د افغانستان د سفارت مرستیال عبدالهادی نجرابي څرګندوي:«هغه لیک چې د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا موږ ته رارسېدلی، له موږه وغوښتل شول چې یوه نېټه قبوله کړو، د سفارت او دوو کونسلګریو شتمنۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته ولېږد وو.»

په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت مرستیال زیاتوي، دغه سفارت ته د افغانستان د سرپرست حکومت څو مکتوبونه هم رسېدلي او په وینا یې په یادو مکتوبونو کې کابل له یاد سفارت سره د اړیکو د ټينګښت غوښتنه کړې ده.

ښاغلی نجرابي زیاتوي:«که څه هم د کابل له لوري غوښتنه وشوه؛ خو موږ منفي ځواب ورکړ او اړیکه نه لرو؛ ځکه موږ تراوسه له تېر حکومته استازیتوب کوو.»

د هېواد بهرنیو چارو وزارت لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د تېر حکومت له رانسکورېدو وروسته په نورو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه له بې برخلیکۍ سره مخ شوې دي.

پخواني ډپيلوماټ سید نورالله راغي وویل:«د افغانستان ډپيلوماټان له شپږو میاشتو راهیسې معاش نه لری، له مرکز سره اړیکه نه لري او په یوې سرګردانۍ کې دي چې دا موضوع به پر افغانستان منفي اغېزې ولري.»

اسلامي امارت تر دې مخکې ویلي چې، یو شمېر هېوادونو ته یې نوي ډيپلوماټان لېږلي او په ځينو هېوادونو کې د افغانستان له سفارتونو سره په اړیکه کې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه