Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امنیتي ځواکونو ته د کورنیو چارو وزارت حکم؛ ډزې مه کوئ

له خلکو سره د اسلامي امارت د ناوړه چلن او حتا د تلاشۍ په تم ځایونو کې د دغو ځواکونو له خوا د ځينو هېوادوالو د وژل کېدو په هکله د ګڼو رپوټونو له خپرېدو وروسته، اوس د کورنیو چارو وزارت د دغه وزارت ټولو امنیتي ځواکونو ته حکم کړی چې له دې وروسته د تلاشۍ په تم ځایونو کې په خلکو ډزې ونه کړي.

د دغه وزارت چارواکو په یوې غونډه کې د کابل د حوزو امرانو او د ولسوالیو امنیه قومندانانو ته حکم کړی چې د تلاشۍ په تم ځایونو کې مسلکي کسان ځای پر ځای کړي.

د کورنیو چارو وزارت د عمومي دفتر رییس مولوي ذین الله عابر وايي:«کله چې د یوه چلوونکي فکر نه وي چې ماته یې وویل چې ودرېږه که ولاړ شه، په داسې کسانو ډزې کول او د خلکو شهیدان کول په ځلونو تکرار شوي دي چې له دې وروسته باید تکرار نه شي، باید مسلکي کسان وګومارل شي.»

د تفتیش عمومي رییس مولوي سلطان احمد هم څرګنده کړه:«پولیس باید د خلکو عزت او پت وساتي. پولیس باید د خلکو له مال او ځان ساتنه وکړي.»

په دې منځ کې د کابل یو شمېر اوسېدونکي په امنیتي تم ځایونو کې د اسلامي امارت د ځواکونو د چلن په اړه بېلابېل لیدلوري لري.

موټرچلوونکی عبیدالله وايي:«د تلاشۍ په تم ځایونو کې یو یې وايي چې ودرېږه او بل وايي چې ځه، چلوونکی نه پوهېږي چې څه وکړي له دې امله په خلکو ډزې کوي.»

له بل لوري د کابل د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، په تېره یوه اوونۍ کې شاوخوا ۷۰ کسان د وژنې، انسان تښتوونې او وسله والو غلاو په ګډون د بېلابېلو جنايي جرمونو د ترسره کولو په تور نیول شوي دي.

د کابل د جنايي څېړونو رییس مولوي کامران وویل:«هغوی چې جرم کړی او بې نظمي کړې ده نیول شوي دي او دوسیې یې محاکمو ته استول شوې دي.»

له دې ټولو سره سره د نظامي چارو ځینې شنوونکي وايي، که چېرې د سرپرست حکومت ځواکونه د جنايي او امنیت ضد پېښو او همداراز د ځينو ځواکونو د ناسم چلند په تړاو په جدي توګه عمل ونه کړي؛ نو پر امنیتي بنسټونو به د خلکو اعتماد پیکه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه