Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له اوو میاشتو وروسته د افغانستان د دولتي پوهنتونونو بیا پرانیستل

واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته د لومړي ځل لپاره په سړو سیمو کې دولتي پوهنتونونه بېرته پرانیستل شول.

د کابل پوهنتون سلګونه زده کړیالان له دې امله خوشحاله دي چې، درسونه یې بیا پیل شوي؛ خو زیاتوي چې، د هلکانو او نجونو د ټولګیو جلا کول د درسونو په بهیر کې یې ګډوډي رامنځته کړې ده.

زده کړیاله راضیه کمال وايي:«د پوهنتونونو له بیا پیلېدو ډېره خوشحاله یوو. پوهنتون یو علمي بنسټ دی.»

بل زده کړیال حیات الله هم څرګندوي:«زموږ ډېر استادان نه وو، خو څو استادان مو لرل.» 

په پوهنتونونو کې د استادانو کمښت یوه بله ننګونه ده.

د کابل پوهنتون استاد مجیب الرحمن احمد زی په دې هکله وايي:«له نېکه مرغه په دوو مختلفو وختونو کې مو هم ښځينه او هم نرینه زده کوونکي لرل چې د سهار له خوا ښځینه او د ماسپښینه هم نرینه زده کوونکي خپلو درسونو ته راغلي وو.»

په ځینو ولایتونو کې د دولتي پوهنتونونو د پرانیستې لپاره ځانګړي مراسم هم جوړ شوي وو.

د خوست شید زاید پوهنتون استاد باد شاه زار آبادي څرګندوي:«د پوهنتونونو بیا پرانیستل د خوشبختۍ یو غږ دی.»

د خوست پوهنتون زده کړیال بیت الله هم زیاتوي:«له نورو زده کړیالانو هم غواړم چې خپلو زده کړو ته حاضر شي د دې لپاره چې همدا اوس د درسونو وخت یې دی او زموږ هېواد اړتیا لري.»

لوړو زده کړو وزارت ویلي چې، په سړو سیمو کې ۱۹ پوهنتونونه او د نیمه لوړو زده کړو د موسسو دروازې د محصلینو پر مخ پرانیستل شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد خالد تقي وویل:«الحمدالله عالي او نیمه عالي دولتي پوهنتونونه او نور تحصیلي موسسې نن د کب په اومه پیل شوې.»

له دې سره سم، یو شمېر زده کړیالان د تحصیلي نصاب د احتمالي بدلون او د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د ځينو برخو د حذفېدو له امله اندېښمن دي.
دوی زیاتوي، یو شمېر زده کړیالانې نن په دې پلمه چې، حجاب یې نه وو مراعات کړی؛ پوهنتون ته پرېنښودل شوې؛ خو د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ویلو ده چې، په افغانستان کې نجونو ته د زده کړو د زمینې برابرول د اوسني حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره د نړۍوالو یو شرط هم بلل شوی دی. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه