یو شمېر افغان پناه غوښتونکو په ترکیه کې د وطني خوړو برابرولو تر څنګ کوچنيو کاروبارونو ته مخه کړې ده. دغه پناهغوښتونکي وايي، د افغانانو تر څنګ د دوی ډېری مشتریان له ایران، پاکستان او منځنۍ اسیا څخه هم دي.
د امید په نوم د یوه رستورانت مدیر وايي، دی، ورور او وراره یې له تېرو پنځوو کلونو راهیسې په ترکیه کې دا رستورانت چلوي.
نوموړی زیاتوي، په دې ورځو کې یو شمېر ترکان هم د افغانستان کورنیو خوړو سره لېوالتیا پیدا کړې ده. امید په دې اړه زیاتوي: «ځینې ترکان بلد شوي، راځي، خواړه خوري، وايي، ګزل-ګزل، مانا دا چې خوندور خواړه دي. د خدای په فضل زموږ کار ښه دی.»
د یوه رسټورانټ کارکوونکی سید مرتضی سادات وايي: «تر ټولو ښه خواړه لرو، وطني سوپ، چپلي کباب او همداسې نور کورني او اصلي افغاني خواړه شته دي.»
ورته مهال په استانبول ښار کې د هغو رسټورانټونو شمېر زیات شوی چې کورني خواړه پخوي. د محمد رسول په نوم د یوه رسټورانټ مسوول وايي: «دلته یو څه ستونزې هم شته، د کار کولو اجازه باید ولرې، شرکت باید ولرې او مالیه هم اخلي.»
بل پلو د استانبول ښار په یو شمېر هټیو کې د افغانستان محصولات هم د پلور لپاره ایښودل شوي چې په دې کې له لاسي صنایعو نیولې بیا تر وچې مېوې او افغاني کالیو پورې شامل دي.
د محمد نعیم په نوم یو افغان هټیوال چې په استانبول کې کورني توکي پلوري وايي: «دلته غوره، ممیز، بادام، پسته او د سر وینځلو وطني خاوره هم شته او تر ډېره بریده کورني تولیدات پلورل کېږي.»
په دې اړه مو اندونه