له افغانستانه بهر د دغه هېواد د اتباعو پر تګ راتګ بندیز له توندو غبرګونونو سره مخ شو. د ټولنیزو رسنیو ځینې کاروونکي دا د عامه یرغمل نیولو په معنی ګڼي.
یو شمېر سیاستوال هم په دې باور دي چې دا کار به له نړۍ سره د کابل پر تعامل منفي اغېز وکړي.
نجیم، چې په افغانستان کې د ناټو سره له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۲ کال پورې کار کړی، وايي چې دی او کورنۍ یې د زرګونو نورو پخوانیو همکارانو په څیر چې په رسمي توګه امریکا ته د تګ اجازه لري، خو د اسلامي امارت دغې پریکړې سخت اندېښمن کړيدي.
د بهرنیو ځواکونو پخواني همکار، نجیم وویل، "هغه کسان چې قانوني اسناد لري باید د تګ اجازه ولري. موږ چې اسناد لرو د تګ اجازه به رانکړي چې ولاړ شو."
په هغه لیک کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، د اسلامي امارت مشر سرحدي ځواکونو ته امر کړی چې د هغو کسانو د تګ مخه ونیسي چې له بهرنیو ځواکونو سره د کار سابقه لري.
میلاد ارین چې د هېواد یو له لوستو وګړو څخه دی، وویل: "کله چې حکومت پریکړه کوي چې خلک دې بهر ته نه ځي، باید ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي. موږ اداره په اداره ګرځو خو موږ ته څوک دنده نه را کوي."
په همدې حال کې د هېواد یو سیاستوال سید اسحق ګیلاني په دې باور دی، چې بهر ته د خلکو پر تګ راتګ د بندیزونو لګول به له نړیوالې ټولنې سره د کابل پر اړیکو منفي اغېز وکړي.
د افغانستان د پیوستون د غورځنګ مشر سید اسحاق ګیلاني وویل، "نړیواله ټولنه په هیڅ صورت پط غوسې نه شي پاتې کېدای".
خو د اسلامي امارت ویاند ویلي، چې په متحده عربي اماراتو او قطر کې د افغان کډوالو د ناوړه وضعیت په اړه له راپورونو وروسته نورو هېوادونو ته د افغان وګړو پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: "که افغانان ډاډه نه وي چې بهر کې به څه کیږي، موږ به یې تر هغه وخته پورې وتړو؛ یادونه مې وکړه چې د دوحې په کمپونو کې تر پنځوس زره زیات افغانان په بد حالت کې دي. "
امریکا د تېر کال په اګست میاشت کې له افغانستان نه د ایستلو په عملیاتو کې له ۱۲۰ زرو ډېر کسان له افغانستان نه وایستل، خو واشنګټن اټکل کوي چې په افغانستان کې د امریکا تر شپیتو زرو ډېر پخواني متحدین لا هم په دغه هېواد کې د پنا په لټه کې دي.
بهرنیو اتباعو او افغانانو ته چې له نړیوالو ځواکونو سره یې کار کړی د هغوی ایستل له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت ژمنه وه، معلومه نه ده چې نړیواله ټولنه به د دې پروسې په وړاندې څه ډول غبرګون وښيئ.
په دې اړه مو اندونه