Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ایران او ترکیه کې د افغان کډوالو ستونزمن ژوند

په ایران او ترکیې کې یو شمېر افغان کډوال د نیول کېدو پر بهیر او دغه راز د دواړو هېوادونو د حکومتونو پر ناسم چلند نیوکه کوي.

دوی په ایران او ترکیه کې د افغان کډوالو پر ناوړه وضعیت اندېښنه څرګندوي او یو ځل بیا له سرپرست حکومت او نورو حقوقي بنسټونو غواړي چې، د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

په ایران کې افغان کډوال، اکبر سلطاني وویل:« هغه کډوال چې په قانوني توګه ایران ته تللي، هم له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ دي، له حکومته مو هیله ده چې، زموږ په هېواد کې زمینه برابره کړي، څو ځوانان خپله انرژي او وړتیا په خپل هېواد کې ولګوي.»

په ترکیه کې د افغان کډوالو د بنسټ رییس، محمد ګل هم هم څرګندوي:«د افغانستان له سفارته مو غوښتنه ده، هغه افغانان چې ترکیې ته راغلي او خپل هېواد یې د ځینو مجبوریتونو له امله پریښې، په دغه هېواد کې ورته د قانوني کېدو زمینه برابره کړي.»

خو اسلامي امارت وايي، د ایراني، ترکي او ځینو نورو هېوادونو له چارواکو سره یې خبرې کړي چې له افغان کډوالو سره له بد چلنده ډډه وکړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت وویل: « بلکل موږ د افغان کډوالو په اړه اندېښمن یو، موږ بیا بیا په بېلابېلو ناستو کې له ترکي چارواکو سره په دې اړه خبرې کړې دي او له دوی مو غوښتي چې د ایستلو پر مهال له کډوالو سره انساني او بشري چلند وشي.»

تر دې وړاندې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په تورخم کې د کډوالو لنډمهالو پنډغالو د لیدلو پر مهال له ګاونډیو هېوادونو غوښتي و چې افغان کډوال جبري ستنولو ته اړ نه‌کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه