Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات او بلخ ولایتونو کې د اوو تنو وژل کېدل

په هرات او بلخ ولایتونو کې په دوو جلا پېښو کې اوه تنه د ناپېژانده کسانو له خوا وژل شوي دي. 

د هرات ځايي چارواکي وايي چې د یوې کورنۍ پنځه غړي چې درې ماشومان یوه مېرمن او یو سړی شامل دي د هرات انجیل ولسوالۍ کې د ناپېژانده کسانو له خوا یې سرونه پرې شوي دي.

دغه پېښه تېره شپه د انجیل ولسوالۍ په سرمه کلي کې رامنځته شوې ده.

تراوسه د دغې پېښې انګېزه روښانه نه ده خو د هرات ځايي چارواکي وايي چې د عاملانو د پېژندلو او نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

د قربانیانو له خپلوانو عبدالصبور وايي:«پنځه واړه یې تېره شپه د ناپېژانده کسانو له خوا شهیدان شوي دي، پنځه واړه یې د یوې کورنۍ غړي وو چې د مېرمنې پلار و، او د هغې له درې ماشومانو سره.» 

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي وايي:«پنځه جنازې روغتون ته راوړل شوې دي چې یو څلور کلن، شپږ کلن او اته کلن ماشوم یعنې درې ماشومان یوه شل کلنه مېرمن او یو اویا کلن سپین ږیري سړی په کې شاملېږي.»

بلخوا د بلخ په مرکز مزار شریف کې په تر ټولو تازه جنایي پېښه کې د ناپېژانده وسله والو له لوري دوې ځوانې نجونې وژل شوې دي.

تر اوسه د دې پېښې لامل او دغه راز د وژل شویو نجونو هویت څرګند شوی نه دی، خو د بلخ امنیتي مسوولان وایي چې د وژونکو د موندلو او نیولو لپاره هڅې روانې دي.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند محمدآصف وزیري وویل:«دوه نجونې چې په بلخ ولایت کې وژل شوې وې، د دغو مېرمنو قضیه دا ده چې دوی لومړی د بلخ ولایت له شولګرې ولسوالۍ څخه بلخ ته د ناپېژانده کسانو له خوا تښتول کېږي او وروسته دوی مزارشریف ښار ته لېږدول کېږي او د شادیان په تنګي کې د دغو کسانو له خوا وژل کېږي. موږ د دغې پېښې په هکله د نجونو له کورنیو سره په اړیکه کې شوي یوو.»

د بلخ د امنیه قومندانۍ د ویاند په وینا، څېړنې ښيي،چې یوه نجلۍ په ډزو وژل شوې او بله یې په زندۍ شوې ده. د دغو نجونو جسدونه د امنیتي ځواکوانو تر خبرېدو وروسته مزارشریف ښار ته لېږدول شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د دغو نجونو د کورنیو د نظر پر ترلاسه کولو بریالي نه شوو.خو  د بلخ یو شمېر اوسېدونکي د دغو نجونو د قاتلانو پر نیولو ټينګار کوي.
 
د بلخ اوسېدونکي رفیع وویل:«هغه جنايي جرمونه چې کېږي  هغه کسان چې دغه کار کوي باید ژر تر ژره ونیول شوي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.»

تر دې وړاندې داسې ادعاوې وې،چې په بلخ کې یو شمېر نجونې او مدني فعالان د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري وژل شوي دي، خو د بلخ امنه قومانداني دغه ادعا بې بنسټه بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه