Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې د زړو بانک‌نوټونو ډېرېدو سوداګر اندېښمن کړي

په خصوصي او دولتي بانکونو کې له لس‌ګون تر سل‌ګون پورې د زړو بانک‌نوټونو تبادلې سوداګر او عام وګړي له جدي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونه وايي، خصوصي او دولتي بانکونه کوچني بانک‌نوټونه د شپږو او اتو افغانیو په توپیر تبادله کوي چې ټول سوداګر او صنعت‌کاران یې زیانمن کړي دي.

د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې رییس سخي احمد پيمان په دې اړه وايي: «د هېواد د صنعت‌کارانو پلور په افغانيو دی او د اسعارو په تبادله کې د شپږو او اتو افغانيو تر منځ لوى توپير دی چې له امله يې د هېواد صنعت‌کارانو ته زيانونه اوښتي دي.»

بل‌خوا یو شمېر صرافان وايي، په دې ورځو کې د زړو بانک‌نوټونو شمېر زیات شوی چې په بانکونو کې یې د تبادله پر مهال دوی ته ستونزې جوړې کړي.

د محمد رحیم په نوم یو صراف وايي: «زړې پیسې ډېرې شوي، دا پیسې په بازار کې هېڅ نه چلېږي.»

د حمید په نوم یو بل صراف په دې اړه وايي: «زړې پیسې صرافان بانکونو ته وړي او د ۱۰۰۰ افغانیو په بدل کې ۶۰۰-۷۰۰ پورې افغانۍ اخلي چې درې یا څلور سوو پورې توپیر کوي.»

د نانوایانو ډېری راکړه ورکړه په کوچنیو او زړو بانک‌نوټونو ده. يو نانوايي وايي، هره ورځ له خپلو پېرودونکو تر ۳۰ زره افغانيو پورې کوچني بانک‌نوټونه غونډوي، خو د تبادلې پر مهال له ستونزو سره مخامخېږي.

د عزت‌الله په نوم یو نانوای وايي: «لس یا شل افغانۍ زوړ بانک‌نوټونه څوک نه اخلي چې دا زموږ په زیان دی.»

په همدې حال کې د مالي او بانک‌والۍ یو شمېر کارپوهان وايي، د دولتي او خصوصي بانکونو له‌خوا د وړو بانک‌نوټونو ردول به په هېواد کې د راکړې ورکړې بهیر له ننګونو سره مخ کړي.

د مالي او بانک‌والۍ چارو کارپوه میر شکیب وايي: «دوی اړ دي چې زاړه بانک‌نوټونه واخلي او مرکزي بانک ته یې وسپاري او د قانون له مخې دوی ته هېڅ ااجازه نه‌شته چې پر زړو بانک‌نوټونو کمېشن ولګوي.»

د افغانستان بانک و نه غوښتل په دې اړه له موږ سره خبرې وکړي.

له دریو میاشتو راهیسې د افغانستان بانک له لوري د زړو پیسو د سوځولو بهیر پیل شوی. دې بانک په وروستي ځل ۶۰۰ مېلیونه زړې افغانۍ وسوځولې.

له دریو میاشتو راهیسې د افغانستان بانک له لوري د زړو پیسو د سوځولو بهیر پیل شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه