Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: له خیتځ زونه څه باندې ۱۵زره پوځي تجهیزات ترلاسه شوي

دفاع وزارت د هېواد په ختیځ زون کې د څه باندې ۱۵ زره دولتي پوځي تجهیزاتو له راټولولو خبر ورکوي.

د ۲۰۱ خالد بن ولید قول ارود ته د دغه وزارت استولی پلاوی وايي چې دغه پوځي تجهیزات په تېرو څلورو میاشتو کې په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې ترلاسه شوي دي.

۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ته د استول شوي پلاوي غړی سعید الله رضوان وايي:«د رییس الوزرا د یوه حکم پر بنسټ چې هر وزارت ته یې حکم صادر کړی چې تاسې په خپله قول اردو کې یا په خپل ولایت کې یو پلاوی وټاکۍ او هغه وسایط چې په هر وزارت پورې اړوندېږي ثبت او راغونډ کړئ.»

د نوموړي په خبره په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې يې د وسلو د راټولو دغه لړۍ دوام لري او تر اوسه يې ۱۲ زره میله وسلې او ۳۵۰۰ بېلابېل وسایط راټول کړي.

ښاغلي رضوان زیاته کړه:«۱۲ زره بېلابېل ډوله وسلې ثبت دي او د موجودیت په صورت کې کابو شمېر یې ۳۵۰۰ کېږي.»

په ورته مهال، د خالد بن ولید قول اردو چارواکي له خلکو غواړي که چېرې نظامي تجهیزات او وسلي ورسره وي، بايد مسوولو ادارو ته يې وسپاري.

د خالد بن ولید قل اردو ویاند مولوي وحید الله وايي:«له مجاهدینو او د ختیځ زون له خلکو په درنښت هیله کېږي د بیت المال هغه وسایط او وسایل چې ورسره دي باید په خپله رضا د ۲۰۱ خالد بند ولید قول اردو چارواکو ته تسلیم کړي.»

د ملي دفاع وزارت د مسوولینو د معلوماتو له مخې دغه راټولي کړې وسلې د ياد قول اردو اړوند نظاميانو ته هغو خلکو او د اسلامي امارت غړو په خپله خوښه سپارلي چې له ځانه سره یې وړې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه