Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت له لوري د ۹ سفارتونو د فرهنګي اتشو لېرې کېدل

اسلامي امارت د رییس الوزار د یوه حکم پر بنسټ د نهو سفارتونو فرهنګي اتشې له دندو لېرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په مکتوب کې چې یوه کاپي یې طلوع نیوز ته رسېدلې ده، لیدل کېږي، چې دغه وزارت د رییس الوزرا په امر په روسیه، عربي متحده اماراتو، پاکستان، ایران، ترکیې، تاجیکستان،جرمني، هند او امریکا متحده ایالتونونو کې د افغانستان فرهنګي آتشې له دندو لېرې کړې دي.
 
په ایران کې د فرهنګي آتشې مرستیال سید یعقوب هوشمند وايي:«د افغانستان د نوي حکومت له خوا په ناڅاپي توګه د فرهنګي اتشو لېرې کول هغه هم په داسې حال کې چې هغوی ته مخکې خبر ورکړي، د دې ښودنه کوي چې طالبان لاهم د خپلو ګټو په لټه کې دي او هېڅ ډول بدلون یې نه دی کړی.»

په دغه مکتوب کې دغه راز راغلي دي، چې د فرهنګي استازو د لېرې کولو موخه له دوستو او ګاونډیو هېوادونو سره د فرهنګي اړیکو پراختیا ده او ډېر ژر به د هغوی ځای نوي ټاکل شوي فرهنګې استازي ونیسي.

د فرهنګي اتشو د کړنلارې د درېیم فصل د پنځې مادې پربنسټ، فرهنګي استازي له هېواد نه بهر تر درې کاله خدمت کولو وروسته بېرته مرکز ته راتبدېلیږي.
   
د نړۍوالو اړیکو شنونکی سید سجادي وویل:«یو حکومت هغه مهال کولای شي یوه هېواد ته ډپيلوماټان واستوي یا هغوی تبدیل او لېرې کړي چې د هغه هېواد له خوا په رسمیت پېژندل شوی وي.»
 
د سیاسي چارو شنونکی جاوېد سنګدل هم وايي:«په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان ډپيلوماټان او د سفارت کارکوونکي له ګڼو ننګونو سره مخ دي او په بې برخلیکۍ کې دي ځکه په افغانستان کې په سمه توګه سیاسي نظم او قوانین نشته.»

که څه هم د اسلامي امارت چارواکي په مشخصه توګه د فرهنګي اتشو د لېرې کېدو په تړاو څه نه وایي، خو وایي چې په نورو هېوادونو کې د افغانستان له سفارتونو او ډيپلوماټانو سره نږدې اړیکې لري.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«له هېواده بهر د افغانستان د سفارتونو کارکوونکي له بهرنیو چارو وزارت سره اړیکه لري او خپل کارونه او فعالیتونه په ښه توګه او له کومې ستونزې پرته مخته بیايي.»

لیدل کېږي چې د سرپرست حکومت له جوړېدو د نږدې اوو میاشتو له تېرېدو وروسته، په ډېری هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو او سیاسي استازولیو فعالیتونه له ننګونو سره مخ شوي دي، له دې منځه په امریکامتحده ایالتونو، تاجیکستان، ترکمنستان، ایټالیا،پولنډ او ایران کې د افغانستان سفارتونه له جدي مالي ستونزو سره مخ دي او په چین، ترکمنستان او امریکا کې د افغانستان سفیرانو د شته ستونزو له امله له خپلو دندو استعفا کړې ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه