Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بنو کې د پښتنو جرګه؛ افغانستان کې دې ټاکنې او لویه جرګه جوړه شي

د خیبر پښتونخوا په بنو ښار کې د پښتنو سترې قومي جرګې د یوې اعلامیې له لارې په افغانستان کې د یوه منتخب حکومت د جوړولو لپاره د لویې جرګې او ټولټاکنو د تر سره کېدو غوښتنه کړې ده.

دا جرګه چې د جمعې په ورځ پيل شوې وه؛ پرون (دوشنبه) پای ته ورسېده چې په ترڅ کې یې مشهورو پښتنو شخصیتونو د لرو پښتنو او افغانستان مسایلو په اړه خبرې وکړې.

د دې جرګې په وروستۍ ورځ په یوې ۲۵‌ماده‌يي اعلامیه کې ویل شوي چې په افغانستان کې باید د لویې جرګې او ټولټاکنو له لارې داسې «منتخب حکومت» رامنځ‌ته شي چې د ټولو ولسونو استازیتوب وکړي. په اعلامیه کې همداراز زیاته شوې چې په افغانستان کې باید داسې «جمهوري نظام» رامنځ‌ته شي چې له نړیوالو معیارونو سره برابر وي.

په اعلاميه کې وړاندې راغلي: «دا نمائنده قامي جرګه دا غوښتنه کوي چې د افغانستان د لوي جرګې او د عامه انتخاباتو له لارې د ټولو اولسونو نماینده منتخب حکومت دي قایم کړل شي.»

په دې اعلامیه کې همداراز، راغلي، د زور له لارې د حکومت نیول له افغان ملت سره «غداري» ده او زیاته کړې یې ده چې په زور حکومت نیول دې غیر قانوني عمل وګڼل شي.

د دغې جرګې ګډونوالو په افغانستان کې د بشري وضعیت په هکله هم اندېښنه څرګنده کړې ده او له نړۍوالې ټولنې او د دغه هېواد له ګاوندیو هېوادونو یې غوښتي دي چې له افغانانو سره مرسته وکړي.

بل خوا پخواني ولسمشر حامدکرزي په یوه اعلامیه کې د دې جرګې هرکلی کړی او دا اقدام یې په افغانستان او سیمه کې د ننګونو د له منځه وړلو لپاره مهم بللی دی.

ښاغلي کرزي ویلي دي:«په بنو کې د پښتنو د قومي جرګې هرکلی کوم. دغه جرګه په افغانسان او سیمه کې د شته ستونزو د حل کولو لپاره یو اغېزناک ګام دی او د یادې جرګې له پرېکړه لیک څخه خپل ملاتړ اعلانوم. په یاده غونډه کې د ښځو د پراخ ګډون او په اقتصادي او فرهنګي چارو کې د ښځو د حقونو د تامین لپاره د جرکې د سپارښتنو ستاینه کوم.»

په دغې جرګه کې همدارنګه پر ډېورنډ کرښه د اغزن مزي پر غځولو په کلکه نیوکه شوې ده او ویل شوي دي چې د دغې کرېښې په اوږدو کې باید تاریخي او سوداګریزې لارې پرانستې وي.

په اعلامیه کې راغلي دي:«دا قامي جرګه په ډېورنډ کرښه باندې اغزن تار په سختۍ سره ردوي او غوښتنه کوي چې په کرښه ټولې تاریخي تجارتي لارې دې د تجارت او د کرښې پر دواړو غاړو د ابادو خلکو آزادانه تګ راتګ لپاره د څه کاغذي اسنادو او کوایفو بغیر دې یقیني کړل شي.»

د دغې جرګې ګډونوالو همدارنګه د پښتنو وضعیت د اندېښنې وړ ګڼلی او ویلي یې دي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ د اویا زرو قربانیانو له منځه ۶۰ زره یې پښتانه دي.

د عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي:«دغه جرګه د افغانستان د جرګې په څېر، د سوکالۍ ابادۍ، ارامۍ او د ټولو پښتنو د برابرۍ یو ډول رایه اعلان وي چې زموږ خبرې اترې له دغې جرګې سره کېږي.»

د پښتون ژعورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم څرګندوي:«په اوسنیو شرایطو کې څه باندې اته زره نادرکه ځوانان لرو، پښتون قوم بې وسه دی، بې تحصیله دی.»
 
په خېبر پښتونخوا کې پښتانه له څو کلونو راهیسې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي او د اعتراضونو په کولو او د غونډو او جرګو په جوړولو سره د پاکستان له حکومته د خپلو حقونو غوښتنه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه