Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بشري حقونو د نقض په هکله د بشري حقونو د څار بنسټ اندېښنه

د بشري حقونو د څاربنسټ په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض د پېښو او پر ځانګړې توګه پر ښځو د محدودیتونو لګول اندېښمنوونکي ګڼي.

د دغه سازمان مرستیالې افغانستان ته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر له سفر سره هم مهاله، له هغه غواړي چې د اسلامي امارت له چارواکو سره پرښځو د لګول شویو محدودیتونو د لېرې کولو او د بشري حقونو د نقض د پېښو د مخینوي په تړاو خبرې وکړي.

د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیاله هېډر بار وايي:«عالي کمېشنر ته مهمه ده، چې له طالبانو سره، له هېواد نه بهر ته د خلکو د سفر موضوع روښانه کړي. له دې سره هم مهاله عالي کمېشنر باید د نړۍ له نورو هېوادونو سره د هغو کسانو په تړاو خبرې وکړي، چې د شکنجې او مجازاتو له امله غواړي له هېواده ووځي او په نورو هېوادونو کې و اوسي.»

د بشري حقونو فعاله مونسه مبارز هم څرګندوي:«پر ښځو د محدودیت لګېدو د کارموندنې په برخه کې ښځې له ډېرو ستونزو سره مخې کړې دي، ځکه چې ډېری ښځې د خپلې کورنۍ کټيالۍ او سرپرستې دي.»

د ملګرو ملتونو عالي کمېنشر له شپږو میاشتو وروسته د بشري وضعیت د جاج اخېستو لپاره کابل ته راغلی دی، هغه د ملي روغې جوړې د عالي شورا له مخکیني رییس عبدالله عبدالله سره یې په کتنه کې ژمنه کړې ده، چې افغانستان ته به د مرستو د رسولو او د کډوالو د ستونزو د حل کولو په برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي.
  
د اقتصادي چارو شنونکی ایراج فقیري  وايي:«د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په پام سره د ملګرو ملتونو سازمان بشري مرستې کولای شي چې ډېریو خلکو ته د کارموندنې په برخه کې یو ښه ګام وي.»

د بشري حقونو فعاله مولوده توانا هم زیاتوي:«هېواد کې د وروستیو جګړو او ناامنیو په لړ کې تر زیان ښځو لیدلی دی، چې اوس باید ورته پاملرنه وشي.»

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې رییسې کابل ته په خپل سفر کې د افغانسان بشري او اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړبللی و، خو کابل ته د ملګرو ملتونو د چارواکو تګ راتګ او له اوسنیو چارواکو سره یې لیده کاته څه پایلې لرلی شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«د ملګرو ملتونو سازمان د چارواکو لیده کاته او تګ راتګ د اوسني حکومت د تعامل لپاره ډېر مهم دی او موږ له دې اقدامه هرکلی کوو.»

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر د دوشنبه په ورځ کابل ته په خپل سفر کې ویلي وو،چې په افغانستان کې له بې ځایه شویو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او د بشري ناورین د مخنیوي او د کډوالو د ستونزو د اوارولو لپاره به د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو عالي کمېنشر له شپږو میاشتو وروسته د بشري وضعیت د جاج اخېستو لپاره کابل ته راغلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه