Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملابرادر: د نیالګیو له کېنولو سره د هېواد زرغونتیا کې ونډه واخلئ

د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې د نیالګیو د کېنولو په یوه کمپاین کې ګډون وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې د هېواد په زرغونتیا او د نیالګیو په کېنولو کې ونډه واخلي.

ښاغلی برادر د نیالیګو کېنول د هېواد په سمسورتیا او ښکلا کې مهم ګڼي او له مسوولو بنسټونو غواړي چې په مرکز او ولایتونو کې نیالګي کېنوي.
          
د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي:«په هر ولایت او په هرې ولسوالۍ کې دې خپل خدمت ته دوام ورکوي او موږ له هغوی ملاتړ کوو او د هغوی اړتیاو او ستونزو ته د رسېده ګۍ لپاره له هرې لارې استفاده کوو.»

په دغه پروګرام کې پر دولتي چارواکو سربېره د ځينو هېوادونو ډيپلوماټانو هم ګډون کړی دی.
                   
د آغاخان بنسټ یو مسوول علي اکبر وویل:«هیله لرو چې زموږ دولتي شریکان سږکال د دغو ونو د روزنې او سانې لپاره ډېره هڅه وکړي  چې د چاپېریال د سمسورتیا لامل شي.»

بل خوا د چاپېریال ساتنې ملي اداره د کابل د قرغې بند په سیمه کې د نیالګیو د کېنولو د کمېپاین د پېلېدو خبره کوي او وایي چې په لومړي ګام کې به په دې سیمه کې پنځه زره نیالګي کېنول شي.
 
د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مسلکي معین عزت الله صدیقي وايي:«هم مېوه لرونکي نیګالي او هم غیر مېوه لرونکي نیګالي د اب او هوا د شرایطو پر اساس، د موقعیت پر اساس یې او د هغوی د استفادې پر بنسټ هغه نیالګي کېنول کېږي.»

د شمېرو له مخې، ټاکل شوې ده، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شاوخوا ۲۵ مېلیونه نیالګي کېنول شي. که څه هم د نیالګیو د کېنولو کمپاین له څو کلونو راهیسې په پرلپسې توګه روان دی، خو ځينې نیالګي د نه پاملرنې له امله وجېږي.

د شمېرو له مخې، ټاکل شوې ده، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شاوخوا ۲۵ مېلیونه نیالګي کېنول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه