د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی عزيز الرحمن چې يو کال وړاندې اروپا ته د تګ په تکل له کوره وتلی و، په بلغاريا کې د يوه زهرجن بوټي له خوړلو وروسته مړ شو او جسد يې افغانستان ته راوړل شو.
د شپږ ویشت کلن عزیزالرحمن کورنۍ د هغه د جنازې په مراسمو کې ویلي چې عزیزالرحمن د اقتصادي ستونزو له کبله له هېواده ووته.
د نوموړي جسد له اووه ورځو وروسته ننګرهار ته رسېدلی دی.
د عزیزالرحمن ورور هاشم طلوعنیوز ته وویل: «هغه په بلغاریه کې و، مړی یې په ځنګل کې وموندل شو، له ډېرو هڅو وروسته وتوانېدلو چې مړی یې ورته پیدا کړو.»
د هغه د کورنۍ غړي وایي، عزیزالرحمن د بد اقتصادي وضعیت او د کاري فرصتونو نشتوالي له امله هېواد پرېښودو ته اړ شوی و او په ډېرو ګړاوونو یې بلغاریا ته ځان ورساوه، خو اصلي ځای ته له رسېدو وړاندې د لارې په اوږدو کې د یوه زهرجن بوټي له خوړلو وروسته ساه یې ورکړه.
د عزیزالرحمن ماما نورساوجي وايي: «هغه ډېر امیدونه درلودل چې واده وکړي او یوه کورنۍ جوړه کړي.»
ورته مهال اسلامي امارت ټینګار کوي چې په غیرې قانوني او سختو لارو دې افغانان بهر ته له تګه ډډه وکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «په هېواد کې هغوی ته هېڅ ډول ګواښ نهشته، په هېواد کې دې پاتې شي او خپله انرژي دې د هېواد په ابادۍ کې ولګوي.»
یوازې عزیزالرحمن نهدی چې اروپا ته په غیرې قانوني لارو یې خپل ژوند بایلود؛ بلکې هره ورځ ګڼ شمېر افغانان په ناقانونه او سختو لارو اروپايي هېوادونو ته سفرونه کوي.
په دې اړه مو اندونه