Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

قطر کې د ا.ا سیاسي دفتر له نړۍ سره په ارتباطي مرکز بدل شوی

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند وايي دم کړۍ له نږدې ۱۶ نړۍوالو هېوادونو سره د سرپرست حکومت په اړه په اړیکه کې یوو چې له نړۍ سره د اړیکو په رامنځته کولو کې مهمه ونډه لري.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ وايي:«یوه له موخو له نړۍوالې ټولنې سره اړیکه ده، له پخوا هم تاسې په جریان کې یاست چې موږ د سیمې، ګاونډیو او نړۍ هېوادونو ته بېلابېل سفرونه لرل... او دا دوام لري او تراوسه زموږ اړیکې ټینګې دي.»

په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته، د امریکا او اروپايي هېوادونو په ګډون یو زیات شمېر هېوادونو له کابله خپلې سیاسي استازولۍ قطر ته ولېږدولې.

د اسلامي امارت سیاسي دفتر هم په قطر کې دی او د تېر حکومت پر مهال همدا دفتر له امریکا سره د اړیکو یوازینی مرکز و او اوس هم داسې لیدل کېږي چې، اسلامي امارت د همدې دفتر له لارې له نړۍ سره پر تعامل بوخت دی.

په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر د خپل کار له پیل او د تېر حکومت تر سقوط پورې د سولې بهیر د پرمخ بیولو لپاره د یوه منځګړي په توګه فعالیت کاوه؛ خو اوس پوښتنه دا ده چې، سره له دې چې، لا تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ نو دغه دفتر له نړۍ سره د کابل د سیاسي اړیکو په برخه کې څه رول لري؟

د نړۍوالو چارو شنوونکی جاوېد جاوېد وايي:«اسلامي امارت واک ته د رسېدو لپاره له دغه دفتره په لویه کچه استفاده کړې ده، خو واک ته تر رسېدو وروسته، د دغه دفتر هڅې د اسلامي امارت د مشروعیت د مسلې او له نړۍ سره د تعامل لپاره له ستونزو سره مخامخ دی او تراوسه په قطرکې د طالبانو سیاسي دفتر په لابي ګرۍ کې پاتې راغلی دی.»

مخکینی ډپيلوماټ فهیم کوهدامنی هم څرګندوي:«یو ډېر شمېر هېوادونه د افغانستان امنیتي او سیاسي مسایل په دوحه کې د خپلو سفارتونو له لارې تعقیب وي او طالبانو غواړي چې له همدې لارې له دغو هېوادونو سره په تعامل کې وي.»

په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي امارت تر سرلیک او بیرغ لاندې د قطر دولت په مالي ملاتړ خپل فعالیت پیل کړ او په دې وروستیو کې د دغه دفتر مسوولیت سهیل شاهین ته ورکړ شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه