د مخکیني حکومت یو شمېر قاضیانو په کابل کې په یوه اعتراضیه غونډه کې یو ځل بیا له سرپرست حکومت نه وغوښتل چې خپلو دندو ته د ستنېدو اجازه ورکړي.
دغه معترضان وایي، سره له دې چې بېلابېلو ادارو ته ورغلي دي، خو د کاري برخلیک په تړاو یې مشخص ځواب نه دی ورکړل شوی.
د مخکیني حکومت قاضي نعمت الله بهنام وايي:«د قاضیانو په هکله دې څېړنه وشي که چېرې د فساد کومه ادعا شتون ولري باید وڅېړل شي.»
د مخکیني حکومت قاضي نصیر احمد دلاور هم څرګندوي:«د قاضیانو په هکله کومه پرېکړه نه ده شوه او تراوسه هم په بې برخلیکۍ کې دي.»
دغه معترضان د یوې اعلامیې په صادرولو سره له اسلامي امارت نه ځينې غوښتنې لري.
معترض قاضي عبدالقیوم همیم وویل:«د قضا موجود کادرونه چې شمېر یې ۲۵۰۰ ته رسېږي خپلو خلکو ته د خدمت لپاره چمتو دي.»
بل خوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي، د مخکیني حکومت ډېری هغه کارکوونکي چې په اداري فساد کې ښکېل نه وو، خپلو دندو ته راګرځېدلي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي زیاتوي:«په ټولو محکمو کې قاضیان مقرر شوي دي، هغوی چې په فساد ککړ نه دي او په رڼه توګه یې کار کوي ګومارل شوي دي.»
د رپوټونو له مخې،د مخکیني حکومت ترسقوط وروسته په ستره محکمه کې ګڼو قاضیانوخپل کارونه له لاسه ورکړي دي او د ۲۵۰ ښځينه قاضیانو له منځه ۱۸۰ قاضیانو هېواد پرېښی دی.
په دې اړه مو اندونه