هېوادوالو که څه هم د کال لومړۍ ورځ له کمې لېوالتیا او شور سره په ټول هېواد کې ولمانځله؛ په کابل کې د پلازمېنې په سلګونو مېشتو د دوشنبې په ورځ د جنډي پورته کولو مراسم د کابل په کارته سخي سیمه کې ترسره کړل.
که څه هم هر کال دغه مراسم د دولتي چارواکو له حضور سره ترسره کېدل، خو سږکال د نورو کلونو په خلاف د دولتي ځواکونو له حضور پرته ترسره شول.
پلازمېن مېشتو دغه ورځ د مبارکۍ له ورکړې سره ولمانځله.
د کابل اوسیدونکی محمد بصیر وايي:«له بده مرغه دغه پروګرام (جنډې پورته کول) سهار وخته ترسره شول چې ډېرو کمو خلکو حضور درلود.»
که څه هم په کابل کې د کارته سخي د جنډې پورته کولو په مراسمو کې د خلکو ګډون کم رنګه دی، خو د دې مراسمو ګډونوال وايي چې سږنی نوروز له تېرو کلونو سره توپیر لري.
سید سهراب چي د پکتیا ولایت اوسېدونکی له خپلې کورنۍ سره په کابل کې د کارته سخي ته راغلی او د جنډې د پورته کولو په مراسمو کې یې ګډون کړی دی.
د پکتیا ولایت اوسیدونکی سید سهراب څرګندوي:«هر کال دلته په جشن کې ډېره ګڼه ګوڼه وي، هېڅ ځای به نه وو، حتا خلک به په عمومي سړک کې حضور درلود، خو سږکال یې ځانګړی خوند نه درلود.»
د پلازمینه اوسېدونکي نوروز د هېواد یو لرغونی دود ګڼي او وايي چې د دې ورځې لمانځل د هېوادوالو لپاره خوښي راولي.
ورته مهال هرات مېشتو هم نوروز ولمانځه، په دغه ولایت کې ځينې کورنۍ د اوه سین دسترخوان له غوړولو سره دغه لرغونی جشن یې ژوندی ساتلی دی.
هراتي کورنۍ وايي چې نوروز د افغانستان د کلتور او تاریخ یوه برخه ده او باید هر کال په رسمي توګه ولمانځل شي.
د هرات اوسېدونکی علی زماني وايي:«دا زرغون غنم او سمنک چې وینئ، کلونه کلونه دي چې په میراث پاتې دي او زموږ د فرهنګ برخه ده. دا کلتور تل دی او وي به.»
رازغون شوي غنم د نوروز د رارسېدو ترټولو ښکاره نښه ده، کورنۍ د دغو راټوکېدلو غنمو او کبانو په پېرلو سره د نوروز او نوي کال هرکلی کوي.
د هرات اوسېدونکی عباس یوسفي وايي:«هیله لرو چې دغه کال له ډېرو نعمتونو ډک وي او د دغه مظلوم ملت لپاره د ښېګڼې او خوښۍ یوه برخه وي.»
دغه کورنۍ د هرات او ورڅېرمه ولایتونو اوسېدونکې دي،چې د نوي کال په لومړی ورځ دغه تفریحي پارک ته راغلي دي.
نوروز د نوي لمریز کال لومړۍ ورځ ده، د دې ورځې لمانځل د افغانستان د خلکو یو لرغونی دود دی. نوروز په بېلابېلو هېوادونو کې لمانځل کېږي.
په دې اړه مو اندونه