Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات ښار کې دوو چاودنو څلور ولسي وګړي وژلي

د هرات ښار په نهمې ناحیه کې تېر ماښام دوو چاودنو، څلور تنه ولسي وګړي وژلي او ۲۵ تنه نور یې ټپيان کړي دي.

دغه چاودنې د لوبو په یوه میدان کې د ولسي وګړو په منځ کې شوې دي، د دغو پېښو ټول قربانیان هغه سړي دي چې د لوبې او یا هم د سیمه ییزو لوبو ننداره چیان وو.

د پېښې ټپي محسن وايي:«لوګی او دوړې پورته شوې او له هغې وروسته پوه نه شوو چې څه وشول.»

د پېښې بل ټپي جان علي هم وویل:«نن هم د تل په څېر سره راغونډ شوي وو، چې چاودنه وشوه. فکر کوم چې له مخکې ځای پر ځای شوي وو.»

د هرات حوزوي روغتون ډاکټران وايي چې د دغې پېښې د پنځو تنو روغتیايي وضعیت نازک دی.

د هرات د حوزوي روغتون رییس ډاکټر فیض محمد وویل:«ټپيانو ته رسیده ګي شوې ده او د کابو څلورو ټپیانو وضعیت نازک دی.»

ټاکل شوې ده چې د دغې پېښې ځينې ټپیان د درمنلې لپاره ایران ته ولېږدول شي. ورته مهال د دغو چاودنو د قربانیانو خپلوان له امنیتي بنسټونو غواړي چې امنیت یې تامین کړي.

بلخوا تېره ورځ په هلمند کې یوې چاودنې یو پنځه کلن ماشوم وژلی او دوه نور ماشومان یې پټيان کړي دي.

د دغه ولایت ځايي چارواکي وايي چې دغه پېښه د جمعې په ورځ سهار نهې بجې د مارجې په ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې یوه نا چاودي توغندي چاودنه وکړه.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه