د امریکا سفارت او د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ممنوعیت ستاینه کوي.
دغه دوه بنسټونه له اسلامي امارته غواړي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د ممنوعیت فرمان په بشپړ توګه عملي کړي.
د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان او د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو شارژدافیر د سرپرست حکومت دغه ګام ستایلی او د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره یې ګټور بللی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر ایان مک کري وویل:«په افغانستان کې د نشهيي توکو د تولید ناقانونه بلل کېدل یو مثبت ګام دی. خو پلي کېدل به یې مهم وي. دغه ګام به د افغانستان له سالمې، اغېزناکې او قانوني کرنې، اقتصاد او بالاخره افغانانو سره مرسته وکړي.»
د پوهنتون استاد شفيع الله ستومان هم په دې هکله وايي:«که چېرې بدیل کښت ورته معرفي نه شي، او دا یې د یوه کرکېلې په توګه ومنله او رسنیو هم مخکې وویل چې دا کښت به دوام لري تر هغې چې یو بدیل معشیت ورته پیدا شي.»
د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان وایي، چې له دغې پرېکړې وروسته دې نړۍ له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي.
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت پخوانی مالي مرستیال ابراهیم ازهر څرګندوي:«په سیمه کې ۳۰ مېلیونه روږدي او درې مېلیونه روږدي هم په افغانستان کې د نشهيي توکو د کرښت او تولید لپاره به یو فشار وي چې دوام پيدا کړي، نو د دغه فرمان د تطبق لپاره هېڅ ډول اجرايي ضمانت به نه وي.»
په دې لړ کې کروندګر وایي، چې دوی د اقتصادي ستونزو له امله اړ دي چې کوکنار وکري.
د کندهار یو کروندګر بورجان وویل:«پور هم پرې پرېږي، یو تجارت او کار هم په مخکې ځي، دا ډېر زورور کښت دی، د افغانستان سرمایه دغه ده.»
د کندهار یو بل کروندګر محمد خان وايي:«دا د بلخ خلک یې ځکه اوس کري چې ټول نېستمن دي نو دغه یې اوسنۍ پیسې دي.»
ورته مهال اسلامي امارت وایي، هڅه کوي چې کروندګرو ته د بدیل په توګه مناسبې کاري زمینې برابرې کړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«هڅې به کوي تلاشونه به کوي ترڅو هم د کښت په برخه کې او هم د اشتغال زايي په برخه کې، د پروژو د تطبیق په برخه کې، له مختلفیو لارو څخه به هڅې کېږي.»
سرپرست حکومت د د شنبې په ورځ په ټول افغانسان کې د نشهیي توکو پر کرکېلې، تولید او قاچاق بندیز اعلان کړ.