Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'له وتلو وروسته مو افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد عملیات نه دي کړي'

د امریکا د ځانګړو عملیاتو د قومندانۍ رییس ریچارډ کلارک ویلي دي چې امریکايي ځواکونو له افغانستانه تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر ضد عملیات نه دي کړي.

د امریکا دغه لوړ پوړي نظامي چارواکي د دغه هېواد د مشرانو جرګې په نظامي کمېټه کې ویلي چې، دمګړۍ امریکا په افغانستان هېڅ ځواک نه لري او ورسره اطلاعاتي وړتیاوې یې هم پیکه شوي؛ خو په وینا یې د امریکا پوځ له افغانستانه د هر ډول برید د دفعه کولو وس لري.

نوموړي زیاته کړه:«تر هغه ځایه چې، زه په جریان کې یم، موږ له افغانستانه له وتلو سره په دغه هېواد کې هېڅ برید نه دی کړی. له تېرو درېیو کلونو راهیسې موږ اضافي سرتېري په ارام او اروپا اقیانوسونو کې ځای پر ځای کړي دي. موږ د ۲۰۱۸ کال د ملي ستراتېژۍ پر بنسټ چې، ګواښونه یې مشخص کړي او د وضعیت د تعادل لپاره ځینې چارې پیل کړې دي.»

له دې سره سم، کابل وايي، د افغانستان خاوره به د امریکا په ګډون د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«زموږ په هېواد کې هېڅ خوځښت او هېڅوک نشته چې د افغانستان له خاورې، د امریکا په ګډون کوم هېواد ته ګواښ متوجه کړي او اسلامي امارت هم ژمن دی چې چا ته داسې اجازه ورکړي.»

تر دې مخکې د امریکا د مرکزي قومندانۍ لپاره نوماند ویلي وو، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتنې سره په دغه هېواد کې د ترهګرو پر فعالیتونو څارنه ستونزمنه شوې ده.

پخوانی پوځي ثمر سادات هم څرګندوي:«اوس له لېرې لارې نه شي کولای د افغانستان وضعیت مدیریت کړي او دا د امریکايي سیاستمدارانو له مبالغې پرته بل څه نه دي.»

په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له بیا ځلي رسېدو وروسته، امریکايي ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستانه ووتل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه