د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې د کابل نړیوال هوايي ډګر تړون د لاسلیکولو لپاره قطر ته مشخص وخت وټاکي.
د ریاست الوزرا د لومړي مرستیال دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې زیاته شوې، قطر به د کابل نړیوال هوايي ډګر د تنظیم ځینې برخې د هوايي حریم اداره او د دې ډګر ترمیم چارې په غاړه ولري.
د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «بهرنیو چارو وزارت باید په چټکۍ سره عمل وکړي، څو دا تړون لاسلیک کړي. افغانستان ته د بهرنیو الوتنو راتلل او د افغانانو د تګ-راتګ مسیر په کمه بیه تماموي.»
بلخوا په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې د کابل نړیوال هوایي ډګر کې د قطر هېواد پوځيان د پوځي تمرین پر مهال پهکې لېدل کېږي، خو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په کابل نړیوال هوايي ډګر کې د قطري ځواکونو حضور ردوي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیال غلام جیلاني وايي: «دا پوځي تمرینات نهوو، موږ په هوايي ډګر کې د اطفايي او خوندیتوب یوه څانګه لرو چې که په ډګر کې کومه بېړنۍ پېښه رامنځته شي، دا ځواکونه به وکولای شي مسافر او الوتکه له دې بېړني حالته وژغوري.»
همداراز، د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د استخباراتو عمومي ریاست ته دنده سپارل شوې چې د بهرنیو پانګهوالو لپاره افغانستان ته د راتګ پر مهال د بېړنۍ وېزې ورکړه او نورې اسانتیاوې په پام کې ونیسي.
د ملکي هوایي چلند ادارې مخکېنی رییس محمد قاسم وفاييزاده وايي: «هر هغه تړون چې د افغانستان هوايي چلند بهرنیو ته ورکوي، هېڅ د افغانستان په ګټه نهدی او د دا ډول تړون لاسلیکول کولای شي د هېواد په هوايي چلند سکټور کې ناړه پایلې ولري.»
ترکیې او قطر ته د کابل د هوایي ډګر د خدمتونو د برخې د سپارل کېدو خبره له ډېر وخت راهیسې کېده، خو په هېواد کې وروستیو بدلونونو د دې تړون د وروستي کېدو بهیر پڅ کړی دی.
په دې اړه مو اندونه