Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د پاسپورټونو د وېش د بهیر بیا ځلې پیلېدل

له اوږد مهاله ځنډ وروسته نن (شنبې، د وري په ۲۰مه) د پاسپورټ عمومي ریاست په انلاین بڼه د پاسپورټونو د نوم لیکنې له پیله خبر ورکړ.

د دغه ریاست ویاند وایي،چې دغه ریاست به هره ورځ د دوه زره  تنو غوښتنلیکونه ومني او له روژې میاشتې وروسته به دا شمېر درې زره تنو ته زیات شي.

د پاسپورټ د عمومي ریاست ویاند شفیع الله تسل وویل:«دغه فعالیتونه په انلاین بڼه پيل شوي دي، نن د وري ۲۰ مه نېټه ده له نن نه وروسته ټول هېوادوال کولای شي د پاسپورټ داخیستو لپاره په انلاین بڼه نوم لیکنه وکړي، له ټولو هېوادوالو غوښتل کېږي چې له قلمي پاسپورټونو سره ریاست ته مراجعه ونه کړي.»  

د څو میاشتو په تېرېدو سره د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره د خلکو ګڼه ګوڼه لاهم نه ده کمه شوې.

 د پاسپورټ د اخیستونکو په ډله کې داسې کسان هم شته،چې له میاشتو میاشتو راهیسې د پاسپورټ د ترلاسه کولو په هڅه کې دي، خو تر اوسه د پاسپورټ پر اخېستو نه دی بریالي شوي.

      د پاسپورټ اخېستونکی ظفر وايي:«زه د مرغومې له ۱۵مې دلته د پاسپورټ د اخیستو لپاره راغلی یم، زه ناروغ لرم، زما اسنادونه یې واخیستل، خو تراوسه بریالی شوی نه یم چې وایې خلم.»

ه دې منځ کې داسې کسان هم شته،چې نیمه شپه د پاسپورټ د اخېستو لپاره دلته راځي څو پاسپورټ ریاست ته ننوځي.

   د کابل اوسېدونکی بهار الدین  وویل:«موږ له اسلامي امارته غواړو چې د ریاست دروازه پرانیزي او ژر تر ژره دې د خلکو کارونه خلاص کړي.»

له دې ټولو سره سره،پاسپورټ ریاست وایي، چې په ولایتونو کې به د پاسپورټونو د وېش بهیر له روژې میاشتې وروسته پېل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه