Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خوستیانو له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په غبرګون کې لاریون وکړ

د خوست سلګونو اوسېدونکو په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه د خپرو شویو ویډیوګانو په غبرګون کې لاریون وکړ.

دوی همداراز له اسلامي امارته غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي، څو افغانان خپل هېواد پرېښودو ته اړ نه‌شي.

د خوست ولایت اوسېدونکی نقیب‌الله وايي: «نړیواله ټولنه باید افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي، څو هر ځوان په هېواد کې دننه کار پیدا کړي.»

دوی له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې افغانستان په اوسني حالت کې یوازې پرېنږدي او خپلې بشرپاله مرستې ډېرې کړي، څو په وینا یې په افغانستان کې له لا ډېرې کډوالۍ مخه ونیول شي.

د خوست ولایت اوسېدونکی حبیب خان وايي: «د شته قوانیو له مخې دې له افغانانو سره چلند وشي. له دې پرته دا ډېره بده ده. دا انساني کرامت نه‌دی چې یو افغان ماشوم یا یو افغان ځوان په ایران کې ووژل شي.»

بل‌پلو یو شمېر اعتراض کوونکي له اسلامي امارته غواړي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.

یو قومي مشر محمد علي وايي: «د ټولو افغانانو غوښتنه ده چې د نجونو تړل شوي ښوونځي د اسلام په چوکاټ کې او حجاب په مراعتولو سره پرانیستل شي.»

دا اعتراضونه داسې مهال کېږي چې په کابل کې د ایران سفارت په‌دې هېواد کې د افغان کډوالو د زور-زیاتي ادعاوې نه‌مني او زیاتوي، یو شمېر کړۍ هڅه کوي چې په‌دې کار سره د کابل او تهران اړیکي خرابې کړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه