Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د پیسو د کنګل پاتې کېدو په غبرګون کې کابل کې لاریون

په کابل کې په سلګونو هېوادوالو لاریون وکړ او د امریکا له خوا د کنګل شویو کابلو لس مېلیارد ډالرو شتمنیو د ازادولو غوښتونکي شول. 

لاریون وال وايي چې په هېواد کې بې وزلي او ناداري زیاته شوې ده او د افغانستان د پیسو ازادول د بشري وضعیت د ښه والي لپاره به مرسته وکړي.

یوه لاریون وال وویل:«دغه اقتصادي فشارونه چې پر افغانستان واردېږي، د نړۍوالو اصولو پر خلاف دي. دلته خلک له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.»

یو بل معترض وايي:«باید ډېر ژر د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړل شي. نړۍ وايي چې موږ بشر دوست یوو، خو بشر دوستي دا ډول نه وي.»

لاریون کوونکي وايي چې کنګل شوې پیسې د افغانستان د خلکو حق دی او اړتیا ده چې امریکا ژر تر ژره دغه شتمنۍ ازادې کړي.

یوه لاریون کوونکي وویل:«دا پیسې د خلکو حق دی او کنګل کېدو یې اقتصادي ستونزې رامنځته کړې دي.»

په داسې حال کې چې د افغانستان د کنګل شویو څه باندې ۱۰ مېلیارد ډالرو برخلیک په امریکا کې د ابهام په حالت کې دي، ځينو لوېدیځو رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د جوبایډن اداره نه غواړي چې پر افغانستان مالي محدودیتونه کم کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه