د پاکستان لومړي وزیر او چین ولسمشر په افغانستان کې د اوسني بشري وضعیت په هکله د اندېښنې په څرګندولو سره، د امریکا متحده ایالاتو له خوا د دغه هېواد د کنګل شویو پیسو پر ازادولو یې ټينګار وکړ.
د چین ولسمشر شي جین پنګ او د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د بیجنګ د ژمني اولمپیک د لوبو د پېلېدو د مراسمو په څنډه کې چې د جمعې په ورځ پيل شو له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل چې افغانستان ته دې بشري مرستې برابرې کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له دغې لیدنې وروسته په یوې اعلامیه کې ویلي دي؛:«دواړو لوریو ټینګار کړی دی چې سوله ییز،باثباته، یو موټی او امن افغانستان په سیمه کې د ثبات او پرمختګ بنسټ دی.»
بل خوا د بریتانیا ګارډين ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي دي چې لوېدیځ په تېره بیا امریکامتحده ایالتونه د افغانستان د شتمنیو د کنګل کولو په نامناسب فشار سره په ډلییز ډول د هېواد خلک مجازات کوي.
د سیاسي چارو کارپوه عبدالحق حماد وايي:«د افغانستان د پیسو ازادول په هېواد کې د کړکېچ د لنډمهالي حل وسیله ده، خو د دایمي حل لپاره له نړۍوالې ټولنې سره سیاسي او ډيپلوماټيکې اړیکې کولای شي کارنده وي.»
د سیاسي چارو کارپوه سید باقرمحسني طلوع نیوز ته وویل:«د افغانستان مسله د زبر ځواکونو ترمنځ د سیالۍ په یوې سوژې بدله شوې ده او له ځينو سیمه ییزو ځواکونو سره د طالبانو د اړیکو ابهام ته په کتو، داسې ښکاري چې دا موضوع به د طالبانو په وړاندې د ډيپلوماټيکو اړیکو پر یوې ننګونې بدله شي.»
په دې لړ کې کابل وایي چې د اوسنیو ستونزو د حل یوازینۍ لار دا ده چې امریکا د افغانستان پیسې آزادې کړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګنده کړه:«دا د افغانانو حق دی چې پیسې یې ازادې شي او د بشري مرستو، تعاملاتو او ډپيلوماټيکو برخو کې له افغانانو او اسلامي امارت سره باید همکاري وشي.»
بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ټاکل شوې ده، د مارچ میاشتې په وروستیو کې د چین په کوربتوب، د چین، تاجیکستان، ازبیکستان او افغانستان د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه جوړه شي.