په داسې حال کې چې په امریکا متحده ایالتونو کې لاهم د افغانستان د کنګل شویو پیسو برخلیک روښانه نه دی، په نیویارک کې د یوې محکمي قاضي د ولسمشر بایډن له ادارې غوښتې دي چې «د فبروري تر یوولسمې نېټې» په دې تړاو پرېکړه وکړي.
تر دې وړاندې د سپټمبر د یوولسمې د پېښې یو شمېر قربانیانو کورنیو د امریکا له دولت نه غوښتي وو چې له همدغو پیسو نه غرامت ورکړل شي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي:«بانکونه د وضعیت د ارزولو په حال کې دي. دغه راز په امریکا متحده ایالتونو کې دننه په محکمو کې داسې ځانګړې دوسیې هم شته چې پر بنسټ به یې د طالبانو پر وړاندې قضاوت کوي. په امریکا کې اجراییه برخې نه بلکې محکمې بانکونو ته لارښوونه کړې چې دغه مالي سرچینې آزادې نه کړي.»
د القاعده شبکې له لوري د سپټمبر د یوولسمې برید د اسلامي امارت په لومړۍ دوره کې وشو او له همدې امله د دغه برید د قربانیانو یو شمېر کورنۍ وايي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې باید طالبانو ته ونه رسېږي.
خو اسلامي امارت وایي چې دغه پیسې د افغانستان د خلکو دي او باید ډېر ژر آزادې شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی څرګندوي:«د افغانستان اسلامي امارت په هر ډول غواړي چې د افغانستان ملي شتمنۍ بېرته افغانستان ته ستنې کړي. د سپټمبر ۱۱ مه پېښه په افغانستان پورې هېڅ تړاو نه لري.»
د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود زیاتوي:«باید هېر نه کړو که چېرې د امریکا عدلیه وزارت د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانیانو د کورنیو د غرامت ورکړه له همدغو کنګل شویو پیسو پنځوس سلنه هم په پام کې ونیسي باید هغه په پام کې ولرو.»
د امریکا په بانکونو کې د افغانستان کنګل شوې پیسې شاوخوا نهه مېلیارد ډالره دي. دغه پیسې تر هغه وروسته کنګل شوې چې په افغانستان جمهوري نظام ړنګ شو او اسلامي امارت بېرته واک ته ورسېد.