په کندهار کې یوې کورنۍ خپله اتلس کلنه لور د عصبي ناروغۍ له کبله په یوې پنجره کې بنده کړې ده. د بيبي اسیې پلار وايي، هغه یې د ناچارۍ له کبله په پنجره کې بنده کړې او زیاتوي، د خپلي لور دې ناروغۍ ته سخت ځورېږي.
د بي بي اسیې پلار جان اغا وايي: «د ډېرو ستونزو له کبله مې په دې قفس کې اچولې ده او یا په پښو کې مې ورته ځنځیر اچولی دی او بندي ده.»
د اسیې کورنۍ وايي، هغه پنلځس کاله وړاندې پهدې ناروغۍ اخته شوې وه.
د بي بي اسیې پلار جان اغا زیاتوي: «د دې ځای ډاکټران ورته ګټه نه رسوي. کوټې یا کراچۍ ته یې یوسم او تر ټولو هند ښه دی، خو تر خپل وسې پورې، اما زه د دې ځای وسه نهلرم، کراچۍ کوټې او هند ته خو یې بېخي نه شو وړلی.»
ورته مهال د کندهار روغتیايي چارواکي وايي، د شدیدو عقلي او عصبي ناروغانو د درملني لپاره تر اوسه پهدې ولایت کې کافي امکانات نهشته.
د کندهار د روغتیا سرپرست رییس ډاکټر جمال الدین اعظمي وايي: «په ټوله کې په کندهار ولایت کې د عقلي او عصبي ناروغیو لپاره سراپا خدمات لرو یانې داسې ناروغان چې هغوی بستر کولو ته اړتیا ولري او یا پرمختللې فعالې څانګې ته ضرورت ولري چې دوی باید هلته داخل شي او خپله درملنه وکړي، د ولایت په کچه دا ډول خدمات نهلرو.»
د جګړو او بېوزلۍ تر څنګ په هېواد کې د ناسم روغتیايي سېسټم د نشتوالي له امله ډېری وخت هېوادوال اړ کېږي چې د درملني لپاره بهر ته لاړ شي، خو د بي بي اسیې د پلار په څېر ډېر بېوزله بیا دا مصارف نهشي پوره کولای.
په دې اړه مو اندونه