په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا راتلو نږدې اته میاشتې وروسته د کورنیو چارو وزارت وايي چې د امنیتي ځواکونو یونیفورم بشپړ شوی او له راتلونکي اختر وروسته به ورته ووېشل شي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي: «د اسلامي امارت د پولیسو د یونیفورم کار بشپړ شوی او له اختر وروسته به یې د وېش بهیر پیل شي. په لومړي سر کې یونیفورم په کابل کې او بیا په ولایتونو کې مجاهدینو ته وېشل کېږي.»
لهبلې خوا د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وايي، د اسلامي امارت د ځواکونو د یونیفورم نشتوالي د هېوادوالو لپاره د وسلهوالو غلاوو په ګډون نورې ننګونې جوړې کړي.
د پلازمینې یو اوسیدونکي ذبیح وايي: «موږ له اسلامي امارته غواړو چې امنیتي بنسټونه ته ځانګړی یونیفورم جوړ کړي.»
د کابل یو تن اوسېدونکی محمد اسماعیل وايي: «اسلامي امارت باید امنیتي ځواکونو ته یونیفورم ځانګړی کړی، د دې لپاره چې د غلو او پوځي کسانو تر منځ توپیر وشي او د وسلهوالو غلاوو مخه هم ونیول شي.»
په همدې حال کې د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان په هېواد کې د جرمونو په کمولو کې د یونیفورم درلودل مهم بولي او وايي، د یونیفورم درلودل د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر منځ د نظم ښودنه کوي.
د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي: «بې له یونیفورم، په ټولنه کې د پوځي ادارو په چارو کې یو ډول بېنظمي رامنځته کېږي او پر هغو کسانو باور له منځه ځي چې وسلې په لاس کې لري.»
د پوځي چارو کارپوه صادق شینواری وايي: «افغان پولیسو ته د نویو یونیفورمونو وېش به نه یوازې په هېواد کې جرمونه کم کړي؛ بلکې د افرادو او امنیتي پرسونل تر منځ به توپیر هم وشي.»
د اسلامي امارت چارواکو په وار-وار ویلي چې دوی د اسلامي امارت دفاعي او امنیتي ځواکونو ته ځانګړی یونیفورم وېشي، خو په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا راتګه شاوخوا اته میاشتې وروسته لا هم د اسلامي ځواکونو ته یو ځانګړی یونیفورم نهدی ټاکل شوی.
په دې اړه مو اندونه