په کابل کې پروني بریدونو په کور دننه او له هېواده بهر پراخ غبرګونونه راوپارولي. ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو سازمان، د بښنې نړیوال سازمان، امریکا، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو دا بریدونه غندلي دي.
په همدې حال کې ملګري ملتونه وايي، د نړیوالو بشرپاله قوانینو له مخې د ملکي وګړو او د ښوونځیو په ګډون د ملکي بنسټونه په نښه کول، منع دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرېش پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «په کابل کې پر یوه ښوونځي برید غندم او د دې پېښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایم. د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې پر ملکي وګړو او د ښوونځیو په ګډون پر ملکي زېربناوو بریدونه، په کلکه منع دي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د دې پېښو عاملانو ته پر سختې سزا ورکولو ټینګار کړی دی او غوښتنه کوي چې زدهکوونکو په سولهییز فضا کې زدهکړې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې لیکلي: «د امریکا متحده ایالات له نړیوالې ټولنې سره په ګډه په کابل کې پر ممتاز ښوونیز مرکز او د شهید عبدالرحیم ښوونځي د وحشتناک برید په اړه خپله غصه څرګندوي. موږ په دې بزدلانه برید کې د وژل شویو کسانو کورنیو او خپلوانو ته خپله خواخوږي وړاندې کوو. عاملان یې باید د قانون منګولو ته وسپارل شي. افغان ماشومان باید د تاوتریخوالي له وېرې پرته زدهکړې وکړي.»
د اسلامي همکاریو سازمان هم ویلي، دا برید د هغو جنایتکارانو ظلم څرګندوي چې موخه یې د افغانستان بېثباته کول دي.
دې سازمان په یوې اعلامیه کې ویلي: «د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي په کابل کې د هلکانو پر ښوونځي د نن ورځې برید په کلکه غندي. د سازمان سرمنشي د یوې بمي چاودنې په اړه چې بېګناه خلکو ته یې مرګژوبله اړولې، خواشیني څرګنده کړې ده. دا وحشتناک بریدونه د جنایتکارانو بېمنعی ظلم څرګندوي چې موخه یې د افغانستان بېثباته کول دي.»
په همدې حال کې اسلامي امارت ډاډ ورکوي چې د پرونۍ (سهشنبه) پېښې عاملین به مجازات شي او د دا ډول بریدونه د تکرار مخه به ونیسي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعامالله سمنګاني وايي: «اسلامي امارت د خپل هر هېوادوال د امنیت د تامین مسوول په توګه، مخکې له دې چې د دې ستر جنایت په تړاو یو بل ته ګوته ونیسي، مسوولیت لري چې عاملان پیدا او مجازات کړي او د داسې دردناکو پیښو د بیا تکرار مخنه ونیسي.»
تر دې مهاله هېڅ ډلې په کابل کې د سهشنبې د ورځې د چاودنو مسوولیت پر غاړه نهدی اخیستی. پهدې بریدونو کې ملکي وګړو او زده کوونکو ته مرګ-ژوبله اوښتې وه.