د پاکستان د کراچۍ دارالعلوم مفتي محمد تقي عثماني د یوه لیک له لارې د اسلامي امارت له رهبر مولوي هبتالله اخوندزاده غوښتي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.
محمد تقي عثماني په دې لیک کې د نجونو زدهکړې د اوسني عصر اړتیا بللې ده.
د پاکستان د کراچۍ دارالعلوم مهتمم ویلي: «اوسمهال تر ټولو مهمه مساله د نجونو زدهکړه ده چې له دې مسالې دښمنانو د اسلامي امارت پر خلاف د پروپاګند سرچینه جوړه کړې ده. تر اوسه پورې چې اسلامي امارت د زړه له کومي او په حکیمانه ډول کوم ګامونه پورته کړي؛ موږ یې هر کلی کوو، خو زموږ غوښتنه دا ده چې د شریعت په چوکاټ کې نجونو ته د زدهکړو زمینه برابرول ډېره اړینه ده.»
تر دې مخکې د پاکستان د دیني عالمانو شورا او په کابل او ولایتونو کې دیني عالمانو په بېلابېلو غونډو کې له اوسني سرپرست حکومته غوښتي وو چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدهکړو پر وړاندې د ممنوعیت پر پرېکړې بیا کتنه وکړي، خو د نجونو د پاتې ښوونځیو د خلاصون لپاره دا ډول غوښتنې به څه ګټه وکړي؟
د پوهنتون استاد حکمت الله میرزاده یې په اړه وايي: «د طالبانو دا ګام اخیستل به دوی ته د رسمیت پېژندلو په برخه کې خنډونه راپورته کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو زدهکوونکې له تېرو اته میاشتو راهیسي ښوونځیو ته نهدي تللي.
خو پهدې لړ کې پوهنې وزارت وايي، د نجونو د متوسطو او لېسو د بېرته پرانیستلو په تړاو د حکومت له مشرتابه سره پر سلا مشورو بوخت دي، څو یوه حللاره ومومي او په وینا یې ډېر ژر به د نجونو پاتې ښوونځي هم پرانېستل شي.
د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان وايي: «د اسلامي امارت د رهبري په کچه په دې مساله بحثونه او مشورې روانې دي او هیله ده چې دې مسالې ته به یوه مناسبه لار وموندل شي او زموږ خویندې به د تعلیم ډګر ته راوګرځي.»
سره له دې چې په هېواد کې د نجونو د متوسطو او لېسو نه پرانېستل کېدل له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو مخ شوي، خو له ښوونیز کاله د یوې میاشتې په تېرېدو سره لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو برخلیک نهدی روښانه شوی.
په دې اړه مو اندونه