د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د مولوي سکندر جومات مرګوني برید چې د دغې مدرسې زده کوونکو ته یې ډېره مرګ ژوبله اړولې ده دننه په کور او بهر یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې لیکلي دي چې د جمعې په ورځ له غرمې وروسته د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په یوه جومات برید کې د ماشومانو په ګډون ۳۳ تنه وژل شوي او ۴۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
ښاغلي مجاهد دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې د دغې پېښې د عاملانو د نیولو لپاره پلټنې روانې دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په یوې اعلامیه کې دغه چاودنه غندلې او دا پېښه یې یوه ترهګریزه کړنه او د افغانانو په وړاندې د پردیو څرګنده دسیسه ګڼلې ده.
د تېر حکومت د ملي پخلاینې رییس عبدالله عبدالله، د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د مولوي سکندر جومات په خانقا کې د جمعې ورځې چاودنه غندلې ده.
ښاغلي عبدالله په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې د بې ګناه خلکو او روژتیانو په وړاندې په جوماتونو او ښوونیزو غیر پوځي مرکزونو کې پرله پسې او سیسټماټیکې چاودنې هغه توطیه ده چې د افغانستان له خلکو سره د څرګندې دښمنۍ پرته بل نوم نه شو ورکولای.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) په یوه ټویټ کې دغه چاودنه غندلې ده.
له دې سره هم مهاله د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ هم په یوه ټویټ کې لیکلي چې هغه له عبدالله عبدالله سره په یوې ټلېفوني اړیکه کې، په افغانستان کې د وروستیو بریدونو په هکله غمرازي کړې ده او د نجونو د ښوونځيو د پرانیستو لپاره د افغانانو پر غوښتنه یې هم خبرې کړې دي.
دا په یوې وروستۍ اوونۍ کې پر جوماتونو دویم خونړۍ برید دی چې د سرچینو په وینا، د پنجشنبې په ورځ په مزارشریف کې په یوه جومات کې چاودنې څه باندې ۳۰ تنه وژلي او په لسګونه تنه نور یې ټپيان کړي دي.
په دې اړه مو اندونه