Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل او ولایتونو اوسېدونکو کوچنی اختر ولمانځه

د کابل او د ټولو ولایتونو اوسېدونکو د کوچني اختر لومړی ورځ ولمانځله. په دغو ورځو کې ځينې هېوادوالو د یو بل کور ته او تفریحي ځایونو ته له تګ سره ولمانځله.

ورته مهال ځينې بې وزله کورنۍ وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای، دغه ورځ په سمه توګه ولمانځي.
  
د کابل اوسېدونکی محمد اکبر وايي:«فکر کوم، دغه اختر د تېرو اخترونو په څېر نه دی، بیا هم ښه دی، د افغانستان خلک همدا دوه اختره لري چې کولای شي لمانځي یې.»

بل خوا یو شمېر نور هېوادوال له هغه چې د خلکو اقتصادي ستونزې یې ګڼي، شکایت کوي.

د کابل اوسېدونکی محمد ابوبکر طلوع نیوز ته وايي:«فکر نه کو چې څوک چا کره د اختري لپاره ولاړ شي، د دې لپاره که پخوا و، خلکو کولای شول چې له بازاره یو څه وپېري، البته په دې اندازه چې د خپلو مېلمنو قدر او عزت پرې وکړي.»

اخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي د اختر په مناسبت خپل خپاره کړي  پیغام کې د کورنیو ترینګلتیاوو د پای ته رسېدو او ځوانانو ته د زده کړو د لارې د اوارېدو غوښتنه کړې.

پخوانی ولسمشر په خپل اختریز پیغام کې د نجونو د متوسطو او لېسو پر پرانیستلو ټينګار کوي.
 
ښاغلي کرزي څرګنده کړه:«هیله من یم چې د اختر د خوښيو ترڅنګ د نجونو ښوونځي هم ژر تر ژره د نجونو پرمخ پرانیستل شي.»

په داسې حال کې په هېواد کې کوچنی اختر اعلان شو، چې د نورو کلونو پرخلاف ځینو نورو هېوادونو د دوشنبه ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه