د بلخ ولایت د پوهنې ریاست مسوولان وايي، د دې ولایت د پوهنې ریاست یو نیم زرو حرفهيي ښوونکو ته اړتیا لري.
مسوولان زیاتوي، د بلخ ولایت په شپږ سوو ښوونځیو کې له پنځه سوو زرو ډېر نجونې او هلکان په زدهکړو بوخت دي چې ټول ښوونځي پرانیستي دي، خو دوی نورو ښوونکو ته اړتیا لري.
د بلخ د پوهنې رییس عبدالجلیل شهیدخېل وايي: «په بلخ ولایت کې موږ ۱۵۰۰ ښوونکو ته اړتیا لرم چې باید د ښوونکو کموالي او زموږ نورې ستونزې حل شي.»
د بلخ د پوهنې رییس زیاتوي، هڅې پیل شوي چې د ښوونکو د کموالي ستونزه حل شي او تر څنګ یې د ښوونیز بهیر د ښهوالي او د زدهکوونکو د ودې په موخه پهدې اداره کې د اصلاحاتو د راوستو خبره کوي.
د بلخ د پوهنې رییس عبدالجلیل شهیدخېل وايي: «موږ په ښوونځیو کې پنځه نوي سلنه خیالي ښوونکي معلوم کړل او دا د اسلامي امارت د بوجې لپاره یو ستر کار دی.»
په بلخ کې د نجونو او هلکانو یو شمېر ښوونځي ودانۍ نهلري. زده کوونکي اړ دي چې تر خیمو لاندې او یا هم په پرانېستې فضا کې درس وايي.
د مزارشریف د پوهنې امر محمد نعیم بلخي وايي: «په مزار شریف کې نږدې اووه زره رسمي ښوونکي لرو او ۱۴۵۴ ښوونکي حقالزحمه او افتخاري دي.»
ورته مهال پر دې سربېره د درسي کتابونو کموالی په بلخ کې د زده کوونکو بله بنسټېزه ستونزه ده. زدهکوونکي د کتابونو له کمبوالي سر ټکوي او د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.
د فرشتې په نوم یوه زدهکوونکې وايي: «کله چې موږ ښوونځي ته راځو، دا د افغانستان د پرمختګ سبب ګرځي. یوازې سړي نهدي چې هېواد جوړوي، ښځې هم کولای شي د افغانستان په پرمختګ کې ونډه واخلي.»
له دې ټولو سره سره مېلیونونه ښځینه زدهکوونکې او د هغوی کورنۍ تمه لري چې اسلامي امارت ژر تر ژره په ټول هېواد کې د نجونو متوسطې او لېسې هم پرانېزي.
په دې اړه مو اندونه