Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسلامي امارت وایي د نجونو پاتې ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستلو هڅې روانې دي

اسلامي امارت وایي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو او پوهنتونو د پرانیستلو لپاره د حکومت په ستره کچه هڅې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، د نجونو پر مخ د پاتې ښوونځيو او همداراز د پوهنتونونو پرانېسته د هېوادوالو غوښتنه ده او په وینا یې سرپرست حکومت د خپلو خلکو غوښتنو ته پام لري.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: «هڅې روانې دي، موږ مالومات لرو چې هڅې روانې دي خو دا چې چارې یې کوم ځای ته رسیدلي دي زه یې نشم ویلی ځکه د اړوندو وزارتونو موضوع او کله چې هغوی دې برخه کې پرمختګ وکړي ښایي په خپله یې رسانه یي کړي.»

ځینې زده کوونکې د دوی پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو پر تړل کېدو له نیوکې سربېره وايي، سرپرست حکومت باید د دوی غوښتنو ته پام وکړي.

زده کوونکې، مریم و ویل: « موږ دا دوه کاله کیږي چې بې برخلیکه یو او په دې هیله یو چې زموږ ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانیستل شي خو هیڅ پایله نشته. له دولت څخه مو هیله ده چې د نجونو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.»

له دې سره سم، د سازمانونو او افغان څېرو یوې ډلې په پرانېستي لیک کې په دیني مدرسو کې د نجونو د زده کړو په تړاو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې څرګندونې غیر مسوولانه بللې دي.

دغې ډلې لیکلي: «دغه ډول څرګندونې په بشپړه توګه غیر مسوولانه دي او دا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر چتر لاندې د نجونو د زده کړو د ممنوعیت عادي کول ګڼل کېږي.»
 
د ښځو حقونو فعالې فاصلې سروش و ویل: «خو دا د ټولو فعالو ښځو غوسه راپاروي ځکه دا د ټولو افغان ښځو په زیان ده، یوازي دیني علوم نشي کولی چې د ټولو علومو ځای ډک کړي دوی به څنګه دا خای پرې ډکوي.»

تر دې مخکې فاینشل ټایمز راپور ورکړی چې، په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو له لګول کېدو وروسته سلګونه نجونو زده کړیالانو په انلاین بڼه په امریکا او بریټانیا کې زده کړو ته مخه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه