Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له زده‌کړو د محرومیت غم؛ نجونې لاهم زده‌کړو ته سترګې په لاره دي

په پوهنتونونو کې د نارینه زده‌کړیالانو د ۱۴۰۲ کال، د پسرلني سمستر د وروستیو ازموینو له پېل سره هم مهاله، نجونې زده‌کړیالانې وايي چې، له زده‌کړو لېرې پاتې کېدو سختې غمجنې کړې دي.

زده‌کړیالانې یو ځل بیا له اسلامي امارته غواړي چې، د زده‌کړو فرصت ترې وانه‌خلي او د پوهنتونونو دروازې یې پر مخ پرانیزي.

د نجونو په باور، د پوهنتونونو تړلي پاتې کېدل د ټولنې د دغې طبقې د شاته پاتې کېدو لامل کېږي.

زده‌کړیاله خجسته طلوع‌نیوز ته وايي:«ازموینې پېل شوې دي او هلکان اجازه لري چې ازموینه ورکړي. اجازه لري چې پوهنتونونو ته ولاړ شي؛ خو نجونې اجازه نه لري؛ ولې، دلیل یې څه دی؟»

بله زده‌کړیاله مریم هم څرګندوي:«داسې یو حالت دی چې موږ ټول انزوا ته تللي یوو. له حکومته زموږ یوازینۍ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي دا چې زموږ او ملګري مو درس وویلای شو.»

د هېواد پخواني ولسمشر، د افغانستان لپاره د جاپان له ځانګړي استازي سره د لیدو پر مهال، د هېواد په پرمختګ کې د زده‌کړو د ارزښت په تړاو خبرې کړې دي.

حامد کرزي، په دغې لیدنه کې یوځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونیزو مرکزونو د دروازو پر پرانیستې ټینګار کړی دی.

د ښځو د حقونو برخې فعاله ثریا پیکان په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«د افغانستان په ټولنه کې د نجونو زده‌کړې له ډېر اهمیته برخمنې دي او کولای شي چې د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې د پام وړ رول ولري؛ خو له بده مرغه تراوسه د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې تړلې دي.»

د قطر د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیر بیا، له اېټالیوي چارواکو سره په کتنه کې له افغانستان سره د روغتیا او زده‌کړو په برخو کې د همکارۍ پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج په دې هکله وايي:«دا چې قطر د طالبانو په هکله ښه لید لري او غواړي چې له افغانستان سره همکاري وکړي، نو د افغانستان په کله له نړۍ سره لیده کاته او لابي ګري به ګټوره پرېوځي، په ځانګړې توګه د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار په هکله.»

نږدې شپږ میاشتې کېږي چې ښځينه زده‌کړیالانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړلې دي چې په نړۍواله کچه یې غبرګونونه هم را پارولي دي.
 تر دې مخکې، اسلامي امارت ویلي و، دا موضوع دایمي نه ده او هڅې روانې دي چې د نجونو پوهنتونونه ژر بېرته پېل شي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه