د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه د اروپايي ټولنې دریځ کې بدلون نهدی راغلی او اوسني حکومت په رسمیت نه پېژني.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسون په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال پر ښځو د محدودیتونو پر لګولو نیوکه کړې او زیاتوي اسلامي امارت خپلې کړې ژمنې نهدي عملي کړي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسون پهدې ناسته کې وویل: «
په ټوله کې د افغانستان پر وړاندې د اروپايي ټولنې په دریځ کې کوم بدلون نهدی راغلی، خو لنډمهالی حکومت په رسمیت نه پېژنو، خو موږ له هغوی سره په تعامل او خبرو کې ارزښتونه وینو. موږ د پلاوي او دفتر په موجودیت سره په هېواد کې خپل حضور څرګند کړی دی. موږ د خلکو پر اړتیاوو د غور لپاره چې یو سخت ژمی یې تېر کړ او په یوه ناوړه اقتصادي وضعیت کې له ناڅرګند راتلونکې سره ژوند کوي، د خپلو پام وړ بشري مرستو برابرولو ته دوام ورکوو.»
توماس نېکلاسون همدازا د اسلامي امارت له لوري د ښځو د زدهکړو، کار او سفر د حق په برخو کې د محددیتونو پر لګول کېدو نیوکه کوي او زیاتوي: «موږ همداراز په ټولنیز ژوند کې د ښځو پر ګډون د محدودیتونو د لګول کېدو شاهدان وو. موږ نهدي لېدلي چې کومه ښځه دې په حکومت کې پر لوړ مقام ټاکل شوې وي او لېدلي مو دي چې په ځينو وزارتونو کې یو شمېر ښځې له خپلو دندو لېرې شوي او یا هم ترې غوښتل شوي دي چې په خپلو کورونو کې کېني.»
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازي په وروستیو ورځو کې د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره لېدلي. نوموړی دغه راز د بشري مرستو د وېش په برخه کې د اسلامي امارت د چارواکو لاسوهنه اندېښمنوونکې ګڼي.
ښاغلی توماس نېکلاسون زیاتوي: «زموږ بشري مرستې تل د یوې ټولیزې ارزونې پر بنسټ دي او د بېپرېتوب په ګډون ځينې اصول او قوانین پهکې څرګند دي. موږ غواړو چې پر هغو کسانو مرستې و نه وېشو چې په یو ډول له موږ سره نږدې دي. موږ بېپرې پاتې کېږو او په تېر حکومت کې هم بېطرفه وو او دا په ټوله نړۍ کې زموږ د کار بنسټ دی.»
دا په داسې حال کې ده چې کابل په ځلونو ویلي چې له نړیوالو سره کړې ژمنې یې عملي کړي.
په دې اړه مو اندونه