له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون غړی انس حقاني طلوعنیوز ته وايي، تر دې مهاله د ځینو وزیرانو په ګډون د مخکېني حکومت نږدې پنځوس چارواکي هېواد ته راستانه شوې دي.
د اسلامي امارت دا جګپوړی غړی زیاتوي، که څه هم تر دې مهاله د دې کمېسیون د کار کولو لاره وروستۍ شوې نهده، خو د دې سیاسیونو د راستنولو لپاره د پام وړ زمینه برابره شوې ده.
له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون غړی انس حقاني وايي: «موږ زمینه برابره کړې ده، ډېری کسانو چې په تېر حکومت کې د وزیر او معین په توګه پاتې شوي، بېرته په خیر سره راغلي.»
که څه هم ښاغلی حقاني هېواد ته د راستنو شویو کسانو نوم نه اخلي او تر اوسه څرګنده نهده چې هېواد ته راغلي مخکېني چارواکي څوک دي، خو یو شمېر سیاستوال هېواد ته د سیاسي څېرو د راستنېدو په تړاو داسې نظر لري.
د افغانستان د ملي پېوستون د نهضت مشر سید اسحاق گیلاني وايي: «هغوی چې په سر کې څه لري او سیاست کوي، په لومړي سر کې دوی د نظام مشروعیت غواړي، په دویمه درجه ټاکنې غواړي او په درېیمه د نظام سېسټم غواړي تر ټولو مهمه په افغانستان کې شته سیاسیون دي. دوی له دوی سره تر کومه بریده د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرې کړې دي چې اروپا او امریکا ته یې لاس اوږد کړی دی.»
بلخوا له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د چهارشنبې په ورځ وویل، هېواد ته یې د سیاسي څېرو او مخکېنو حکومتي چارواکو راستنېدو ته د زمینې برابرولو په موخه غونډه کړې ده. د مخکېني حکومت تر پرځېدو وروسته ډېری پخواني چارواکو او سیاستوالو هېواد پرېښی دی.