Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ښځينه نطاقانو ته د کرزي خطاب: د مخ پټولو له حکمه اطاعت مه کوئ

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ټلوېزیوني خپرونو له ښځینه چلوونکو غوښتي دي چې د مخ د پټولو له حکمه اطاعت ونه کړي.

ښاغلي کرزي له سي ان ان سره په دې مرکه کې د حجاب په تړاو د اسلامي امارت د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې وایي چې د مخ پټول په حجاب کې نه راځي او دا د ځينو نورو هېوادونو کلتور دی.

حامد کرزی د اسلامي امارت له مشرتابه غواړي چې په دې تړاو بیا کتنه وکړي:«که چېرې تاسې د هېواد څنډو ته ولاړ شئ وینئ چې د افغانستان ښځې ستر پړوني په سر کوي او که چېرې تاسې کوچۍ ښځې وګورئ هغوی له پېړیو راهیسې هغه اغوندي. چادري او د مخ پټول زموږ کلتور نه دی؛ بلکې چادري احتمالاً دوه یا درې سوه کاله مخکې افغانستان ته راغلې ده خو زموږ کلتور نه دی او د هېواد مېرمنې هغه نه اغوندي.»
 
پخوانی ولسمشر د ټلویزیوني خپرونو د ښځينه چلوونکو د مخ د پټېدو په تړاو هم د اسلامي امارت امر ته غبرګون ښيي.

هغه زیاته کړه:«خبریالانې چې په ټلویزیونونو کې خپل مخ پټوي، دا نه حجاب دی او نه هم زموږ افغانی کلتور. هغوی باید خپل مخ پټ نه کړي، ځکه دا نه په حجاب او نه هم په افغاني کلتوري پورې اړه لري. هغوی باید د دې کار اطاعت ونه کړي او د طالبانو مشرتابه باید په دې تړاو بیا کتنه وکړي.»

ښاغلی کرزی دغه راز له شپږم ټولګي د پورته ښځينه زده کوونکو د ښوونځيو د تړل کېدو په تړاو داسې وايي:«د نجونو زده کړې د افغانانو د پتمن ژوندانه بنسټ دی، نو له همدې امله په دې کې هېڅ مصالحه نشته او د طالبانو له حکومت نه زموږ غوښتنه ډېره څرګنده وه چې افغانان هېڅکله دا پرېکړه نه مني. د هغوی او د افغانستان د خلکو لپاره غوره ده، چې ژر تر ژره د افغان نجونو ښوونځي پرانیستل شي.»

خو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د حامد کرزي د خبرو په غبرګون کې وايي چې د حجاب په اړه د کرزي خبرې د تبصرې وړ نه دي.

د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له دغه فرمان وروسته خبرداری ورکړ،چې که هره ښځه له دغه فرمان نه سرغړونه وکړي، ولي یا سرپرست به یې محاکمه، تنبیه او یا زنداني شي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه