په کابل او مزارشریف ښارونو کې د چهارشنبې په ماښام پرلهپسې چاودونو ته په کور دننه او له افغانستانه بهر پراخ غبرګونونه ښودل شوي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي دا بریدونه په کلکو ټکو غندلي او دا ډول بریدونه یې له انساني او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې بللي دي.
ښاغلي کرزي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د پردیو دسیسو د مخنیوي او په هېواد کې د سراسري سولې او ثبات د ټینګښت لپاره یې پر یووالي او ملي پخلاینې ټینګار کړی دی او دا چاره یې د هېواد د ژغورنې یوازېنۍ لاره بللې ده.
ورته مهال د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم دا بریدونه غندلي او د دې پېښې قربانیانو له کورنیو ته یې تسلیت ویلی دی.
د افغانستان د ښځو او د بشر حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازی رینا امیري هم دې پېښو ته په غبرګون کې ویلي، اسلامي امارت باید د دا ډول بریدونو مخه ونیسي او د ټولو افغانانو د امنیت پر ټینګښت دې تمرکز وکړي.
اغلې امیري زیاته کړې، دا ډول بریدونه د بېګناه افغانانو لپاره له ویجاړۍ پرته بل څه نه لري.
د مزار شریف سیمهییزو چارواکو په وینا پرون ماښام د مزارشریف ښار پنځمې او لسمې امنتیي حوزې اړوند سیمو کې د پرلهپسې بریدونو پر مهال لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او پنځلس نور ټپیان شوې دي.
په دې چاودنو کې مسافر وړونکي موټر په نښه شوي وو.
همداراز پرون د کابل ښار ټرافیکو څلورلارې ته څېرمه په حضرت زکریا جومات کې چاودنه وشوه.
د کابل امنیې قومندانۍ اعلان وکړ چې په دې چاودنه کې دوه کسان ټپیان شوي، خو ایمیرجنسي روغتون په یوه ټویټ کې ویلي وو چې دوی ته ۲۲ ټپیان ور وړل شوي چې پنځه ټپیانو یې پهدې روغتون ساه ورکړه.
په دې اړه مو اندونه