په بدخشان کې ښځينه محصلینو وایي،چې اسلامي امارت ورته امر کړی دی، چې خپل مخونه په بشپړ ډول پټ کړي.
د دوی په وینا په ګرمه هوا کې د تورو جامو او ماسک کارولو له ستونزو سره مخ کړې دي.
زده کړیاله رویتا ظاهري وویل:«ځينې نفس تنګي لري او نه شي کولای چې له ماسکه استفاده وکړي، له همدې امله موږ دننه په ټولګي کې د ماسک استفاده رد کوو؛ که چېرې امکان ولري.»
زده کړیاله کامله نورزاد هم څرګندوي:«کله څرنګه چې موږ د هغوی ارزښتونه په پام کې نیسوو، د هغوی غوښتنې په پام کې نیسو، هغوی هم د ژوندي موجود په توګه د دې په توګه چې د ټولنې نیم بدن یوو باید زموږ غوښتنې په پام کې ونیول شي.»
دغه محصلینې پر هغه څه چې د دوی پر وړاندې یې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د محتسبینو ناسم چلن بولي هم نیوکه کوي.
زده کړیالې پلوشې هم وویل:«د امربالمعروف او نهې عن المنکر چلن خراب وو، هیله ده له ښځو سره دا ډول چلن ونه کړي.»
بل خوا د بدخشان د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست وایي چې ښځې د بېلابېلو رنګونو حجاب کارولای شي.
خو تور حجاب د پوهنتون د ښځينه محصلینو لپاره د لوړو زده کړو وزارت له لوري یونېفورم ټاکل شوی دی.
د بدخشان د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رییس شیرمحمدجواد وايي:«څوک یو رنګ انتخابوي او څوک بل انتخابوي، دا امر بالمعروف پورې اړه نه لري. د امر بالمعروف ادارې ټينګار پر حجاب دی او د څېرې پټول دي چې په هر کالیو چې وي.»
د بدخشان د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د رییس په وینا هېڅ محتسب حق نه لري چې خلک وځوروي.
په دې اړه مو اندونه